د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې پر صحي خدماتو اندېښه وښوده


د روغتیا نړیوال سازمان مشر په وزیر محمد اکبر روغتون کې له ډاکترانو سره د لیدنې پرمهال
د روغتیا نړیوال سازمان مشر په وزیر محمد اکبر روغتون کې له ډاکترانو سره د لیدنې پرمهال

د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي په افغانستان کې د «صحتمندۍ پروګرام» د درېدو له کبله په دغه هیواد کې۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ویلي چې کابل ته د سفر په ترڅ کې له طالب مشرانو سره د روغتیايي وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي تیره ورځ د روغتیا د نړیوال سازمان د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته د سفر پر مهال له طالب مشرانو سره وکتله.

هغه نن سې شنبه سپټمبر ۲۱ (وږې ۳۰) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له طالب مشرانو سره یې په دغه هیواد کې د روغتیايي سیستم د فعاله ساتلو په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي ادهانوم ویلي چې افغانستان دا مهال د روغتیا په برخه کې د تجهیزاتو، درملو او مسلکي پرسونل له کمښت سره مخ دی او په وینا یې دغه تشې د دې لامل شوی چې ډير ناروغان ژوند له لاسه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې کابل ته د سفر په ترڅ کې له وزیر محمد اکبر خان روغتون ته هم ورغلی او لیدلی یې دی. هغه وايي چې په دغه روغتیايي مرکز کې ناروغانو درملنه له ستونزو سره مخ ده.

ښاغلي ادهانوم ویلي چې په وزیر محمد اکبرخان روغتون کې داسې نرسانې هم وې چې له تیرو درې میاشتو یې له معاش پرته دنده تر سره کوله.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر همدارنګه ژمنه کړې چې دغه سازمان به له وزیر محمد اکبر خان روغتون سره د تجهیزاتو، درملو او پرسونل روزلو برخه کې همکاري وکړي.

په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې اندېښنې وروسته تر هغه هم زیاتې شوي چې شااوخوا یوه میاشت مخکې په دغه هیواد د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته نظام بدل شو.

XS
SM
MD
LG