د لاس رسي وړ اتصالات

د لړم نیښ کې – دوا که وبا؟


د لړم زهر په نړۍ کې تر ټولو قیمتي مایع دي
د لړم زهر په نړۍ کې تر ټولو قیمتي مایع دي

پیپي کاساناس، ۷۸ کلن کیوبایي بزګر دی چې په تیرو لسو کلونو کې هره میاشت یو لړم نیسي او ځان پرې چیچي.

کاساناس وایي چې د لړم زهر د روماتیزمو د درد په له منځه وړلو کې ورسره مرسته کوي.

کیوبایي سایسنپوهان اوس په دې پوه شوي چې د سره او آسماني رنګه لړم زهر د التهاب ضد خاصیت لري او دردونه اراموي. دوي دغه راز وايي چې د دغو لړمانو زهر په ځینو کسانو کې د سرطان تومور غټیدو ته نه پریږدي.

سره له دې چې روغتیاپوهان په دې اړه د لا ډیرو څيړنو غوښتونکي دي، د”لبیوفام کیوبا“ په نوم د درمل جوړولو یو شرکت له ۲۰۱۱ کال راهیسې د سرطان ضد دوا (ویداتوکس) په جوړولو کې د لړم له زهرو ګټه اخلي.

پیپی کاساناس وایي چې د لړم زهر یې دردونه له منځه وړي
پیپی کاساناس وایي چې د لړم زهر یې دردونه له منځه وړي

د لبیوفام شرکت کارکوونکي وایي چې ویداتوکس د بدن خودکاره دفاعي میکانیزم ګړندۍ کوي. دوي زیاتوي چې د لړم د زهرو د امپولونو خرڅلاو چې تر دامهاله په ۱۵ ملکونو کې خرڅیږي، هر کال ۱۰ سلنه زیاتیږي.

”هوزی مانویل الواریز اکوستا“ د کیوبا اوسیدونکی ده چې په ۲۰۰۸ کال کې د سرطان په ناروغۍ اخته شوی. د رویترز خبري اژانس د ده له خولې خبر ورکړی چې دی له تیرو څلور یا پنځو کلونو راهیسې ویداتوکس کاروي چې له کبله یې په وجود کې سرطان هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

د لړم زهر د روماتیزمو دوا
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:46 0:00

په کیوبا کې د سرطان لسګونو زرو ناروغانو درملنه د ویداتوکس له لارې شوې ده چې په دغه هیواد کې یې د هر امپول بیه له یو ډالر ټیټه ده خو په تور بازار کې یې بیه بیا تر ۱۴۰ ډالرو لوړه ده.

د بزنس انسایدر د وبسایت پر بنسټ، د لړم زهر په نړۍ کې تر ټولو قیمتي مایع دي چې د یو لیتر بیه یې تر ۱۰ ملیون او ۳ لکه ډالرو پورې رسیږي.

ویداتوکس دا مهال د نړۍ په ۱۵ ملکونو کې پلورل کیږي.
ویداتوکس دا مهال د نړۍ په ۱۵ ملکونو کې پلورل کیږي.

د لبیوفام په لابراتوار کې تر ۶۰۰۰ پورې لړمان ساتل کیږي او هره میاشت ترینه یواځې څو څاڅکي زهر ایستل کیږي. دغه لړمان د دوه کلونو وروسته بیرته خوشې کیږي او پر ځاې یې ځوان لړمان لابراتوار کې ساتل کیږي.

سره له دې چې ویداتوکس په نړۍ کې د سرطان ضد، د التهاب ضد او د درد ضد دوا باندې مشهور شوی، د لبیوفام شرکت سپارښتنه کوي چې له دغه دوا دې د نورو معمولو دواو په څنګ کې ګټه واخیستل شي او یواځې په ویداتوکس دې تکیه نه کیږي.

XS
SM
MD
LG