د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: افغان حکومت له طالبانو سره مذاکرات کوي


رپوټ: افغان حکومت له طالبانو سره مذاکرات کوي
رپوټ: افغان حکومت له طالبانو سره مذاکرات کوي

د واشنگټن پوست ورځپاڼی لیکلي چې د افغانستان د طالبانو یوه استازي د جمهور رئیس حامد کرزي سره د جنگ د ختمولو په خاطر پټې خبرې شروع کړي دي.

د ورځپاڼی په راپور کې د یو شمیر نامعلومو افغان او عربي منابعو له قوله ویل شوي دي چې مذاکرات په لومړنۍ مرحله کې روان دي.

دغه منابع وایي د لومړي ځل لپاره، دوی اوس باور لري چې د طالبانو دغه استازي د افغاني طالبانو د کوټې د شورا له خوا چې مشري یې ملا محمد عمر کوي، د خبرو پوره اختیار لري.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه د خپلو منابعو له قوله وایی د کوټی شورا د یوی داسی موافقی د حاصولو په اړه خبری شروع کړي دي، چې د طالبانو ځینې شخصیتونه به د افغانستان په حکومت کې برخه اخلي او افغانستان به د خارجي قواوو د ویستلو لپاره مهال ویش وټاکل شی.

تیره هفته په افغانستان کی دامریکایی او ناتو د قواو عمومی قوماندان جنرال ډیویډ پیټریس وویل چې طالبانو د خبرو او روغې جوړې په نیت د افغانستان د حکومت سره تماس نیولی دی.

جمهور ریس حامد کرزی وایی که طالبان د جنگ نه لا س واخلی او د اساسی قانون احترام وکړی نو حکومت به ورسره خبری وکړی.

واشنگټن پوست وایی چه په دغو خبرو کی دحقانی ترمشرئ لاندی ډله نه شامله. د واشنگټن پوست ورځپاڼې وویل ددی لپاره چه د خبرو په جریان کی د عامو خلکو په ذهنیت باندی باندی ناوړه اغیزه ونه غورځیږی، منابعو د ډیرو معلوماتو د ورکولو ډډه وکړه.

له بلی خوا پرون په قندهار کی دبمونو دڅو چاودنو په نتیج هکی د یو پولیس په شمول نهه کسان ووژل شول او ناتو وایی چه یو عسکر یی دبم په یوهچاودنه کی پرون په جنوب کی وژل شوی دی.

ناتو نور څه تفصیلات نه دي ورکړی. ناتو وویل چه نن دزابل په ولایت کی دسړک په غاړه د بم په یوه چاودنه کی دوه تنه ملکیان وژل شوي دي.

په عین وخت کی نن ناتو وویل چه په فاریاب کی یی دقاری ضا الدین په نوم دطالبانو یو قوماندان دسه شنبی په ورځ وژلی دی. ناتو وویل چې د هغه څلور تنه ملگری هم وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG