واشنگټن پوسټ لیکی چی امریکا په افغانستان کی په ملیونونو ډالر لگولی، تر څو افغانانو ته خپل غږ ورسوي خو تر اوسه په دې کار نه دي بریالي شوي.
د مثال په ډول د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوس غواړي په کندهار کی د خلکو د خبرولو د پاره د هماغه زړی طریقی نه کار واخلي چی هغه راډیو او ټلویزیون دئ. هغوی غواړي د افغانانو راډیویی او ټلویزیونی خپرونی په وړیا توگه په خپل هغه راډیو ټلویزیون کی نشر کړي چی د کندهار په هوایی ډگر کی یی په دی وروستیو وختونو کی تاسیس کړئ دئ او اداره یی د امریکا د پوځ په لاس کی ده.
په کابل کی د امریکا په سفارت کی د ارتباطي اړیکو او وگړنیزی ډیپلوماسۍ ریس دوید انسر چی پخوا د د سی ان ان د نشراتی شبکی خبریال ؤ ویلی چی د دغه پروگرام هدف دا دئ چی افغانانو ته په لیری پرتو سیمو کی راډیویی او ټلویزیونی خپرونی چی مخکی تر ی محروم وو ورورسوي..”
دغه راز ورځپاڼه لیکی چی د امریکا د بهرنیو چارو وزیری هیلری کلینټن د سنا مجلس یوی جرگه گۍ ته په دی وروستیو وختونو کی ویلی چی مونږ په داسی یوه جگړه بوخت یو چی هغه تبلیغاتی جگړه ده، ورځپاڼه د هیلری کلینټن په قول لیکی چی حقیقت دا دئ چی اکثره خلک اوس هم خبرونه د ټلویزیون او راډیو نه ترلاسه کوي. هغی وویل په داسی حال کی چی د انټرنیټی رسنئ په تقویه کولو بوخت یو همداسی باید زړی رسنۍ هم فعالی وساتو .
ورځپاڼه لیکی چی په افغانستان کی د تیلیغاتی جگړی د پرمخ بیولو لپاره د بهرنیو چارو د وزارت دا ډول هسکی ټیټی هلی ځلی په داسی حال کی کیږی چی د امریکی د پوځ لخوا د رسنیو په نوې ډول باندی زیات زور اچول شوئ ځکه چی د ورځپاڼی په قول هغوی ولیدل چی طالبانو د نویو رسنیو په کارولو سره بریالیتوب تر لاسه کړئ دئ.
جنرال جېمز متیس چی د مرکزي قوماندی مشری په غاړه لری په دی وروستیو وختونو کی د ورځپاڼی په قول کانگرس ته ویلی و چی طالبان د خپل جلب و جذب د پاره د انټرنت نه استفاده کوي.
ورځپاڼه لیکی چی جنرال جیمز متیس کانگرس ته ویلی چی مونږ کولای شو چی د هغوی انټرنیټی فعالیتونه مستقیمآ وڅاروو او په عمومی توگه مونږ د هغوی پروپاگند گډوډو او د جلب و جذب مخه یی نیسو ، مونږ دا ثابته کړی چی د طالبانو دا کار بیهوده دئ ، که په انټرنیټ کی تخریبی فعالیتونه روان وی نو مونږ کولای شو هغه په نښه کړو، او دا وښیو چی هغوی د انټرنیټ د پالیسیو نه سرغړونه کوي.
ورځپاڼه لیکی چی ځینی سیاسی ماهرین په دی نظر دي چی د طالبانو پروپاگنډ مؤثره دئ ځکه چی هغوی اساسآ د اُییتلاف د قواوو د هغو عملیاتو په اړه زیات تبلیغات کوی چی ملکی کسان پکی وژل کیږی.
همدا شان ورځپاڼه د جنرال متیس په قول لیکی چی د سینتکوم په نامه ویب پاڼه په عربی، فارسی، اردو او پښتو ژبو خلکو ته معلومات ورکوي، خو د ٢٠١٠ م کال د فبرورئ په میاشت کی د کلیفورنیا د یوی کمپنۍ سره د سنتکوم قرارداد لاسلیک شو، د دی قرارداد له مخی د دغی ویب پاڼی اختیار چی لس بیلابیلی نشریی پکی خپریږی په افغانستان کی به د پوځیانو لاس ته ولویږی.
په داسی حال کی چی په دی قرارداد باندی د خلکو لخوا ډیری نیوکی وشوې، خو جنرال متیز د ورځپاڼی په قول دی جرگه گۍ ته وویل چی د سینکوم د ویب پاڼی مدافع وکیلان وایی چی دا ډول چلند د قانون سره هیڅ ډول مغایرت نلري ، نن سبا حالات په بیړه بدلیږی او دا په پوځ پوری تړلي فعالیتونه دي . اوس نه شی کیدای چی دا فعالیتونه د امریکا غږ په شان ادارو پوری مربوط وي.
ورځپاڼه زیاتوی چی د تبلیغاتو د پاره د نویو طریقو نه په کار اخیستو سره تقریبآ دوه کاله مخکی په محلی سطحه د پوځ د تجربو مرکز په افغانستان کی د واړه کنډک د عملیاتو په نامه یو وړوکئ کتاب چاپ کړ ، د دی کتاب په یوه فصل کی په افغانستان کی یوه پخواني قوماندان لیکلی و چی په دی ډول شرایطو کی امکان نلری چی په ستراتیژیکو او تکتیکی برخو کی منظم پلانونه عملی شی، او د وړو گروپونو ډلگۍ مشران کولای شی د خپل قضاوت نه کار واخلی چی څنگه د محلی خلکو سره اړیکی وساتي.په دی واړه کتاب کی دا هم راغلی چی د ځینو غټو ښارونو په غیر د افغانستان په کلیو او بانډو کی د بی سوادۍ کچه ٩٥ فیصدو ته رسیږي.او د ورځپاڼی په قول په دی کتاب کی راغلي چی په کلیوالو کی سیاسی اندیشی نه دی ټوکیدلی او د محلی او ملی حکومت د ترکیب نه هغوی بی خبره دي.
ورځپاڼه همدا شان لیکی چی په دی کتاب کی راغلی چی افغانان د پیسو په ارزښت بالکل ښه پوهیږی او دا خبره چی که تشدد ختم شی نو د کلی سره به یی د پیسو مرسته وشی ، ډیره ښه نتیجه ورکوی .د وړو گروپونو مشران دی ته هڅول کیږی چی د اولسی خلکو سره تماس ولری ، ورسره وغږیږی او دا پیغامونه ورته ورکړي چی مونږ د تاسو سره مرسته کوو چی اقتصادی وضع مو ښه شي، د ماشومانو او ښځو روغتیای حالت ته توجه وشی او د افغان پوځ سره ملگری یو چی ستاسو امنیت وساتلئ شی او مونږ به دلته تر هغه د تاسو سره همکاره وو چی ایجاب وکړي، خو ورځپاڼه لیکی چی دا وړوکئ کتاب مسلمآ چی د دی نه مخکي لیکل شوئ ؤ چی د افغانستان نه به د امریکایی محاربوی قواوو د ایستلو لپاره د ٢٠١۴ م کال نیټه ټاکل کیږی.