د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د غیږنیونې لوبډله نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي


په کابل د غیږنیونې د سیالیو یوه څنډه
په کابل د غیږنیونې د سیالیو یوه څنډه

ټاکل شوې چې تر راتلونکې یوې میاشتې د افغانستان د غیږنیونې لس کسیزه لوبډله په ایران کې د غیږنیونې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
د غیږنیونې د فدارسیون سکرتر جنرال محمد یونس حیران وايي چې له افغانستان څخه به په دغو سیالیو کې اته لوبغاړي او دوه کسه استازي ګډون وکړي.
د حیران په وینا پتیل شوې چې په دغو سیالیو کې د نړۍ نږدې دیرش هیوادونه برخه واخلي.
د نړیوالو سیالیو لپاره د غوره لوبغاړو د ټاکلو په هدف نن په کابل کې د ۱۹ کلپونو ترمنځ د غیږنیونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې چې په پایله کې ۴ غوره لوبغاړي د کابل ښار منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د افغانستان د غیږنیونې د فدراسیون سکرترجنرال محمد یونس حیران امریکا غږ ته وویل چې په دغو سیالیو کې دوی غوره لوبغاړي د کابل ښار منتخبې لوبدلې ته وټاکل.
حیران وايي :
دغه سیالۍ په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې ترسره شوې چې د نولس کلپونو ، اته ویشتو غوره لوبغاړو پکې ګډون کړی وو.

په ورته وخت کې د حکمت الله په نوم یوه لوبغاړي امریکا غږ ته وویل که څه هم دوی په خورا مینې سره د غیږنیونې لوبې ترسره کوي او زیات مینه وال هم دغه ورزش لري ، خو لکه څنګه چې لازمه ده ورزش ته څوک په سمه سترګه نه ګوري او ملاتړ یې نه کوي.
حکمت الله له نوي حکومت څخه غواړي چې باید ورزش ته جدي پاملرنه وشي.
حکمت الله وايي:
په افغانستان کې پهلواني زیات هڅونکي او لیدونکي لري ، موږ زیاتې ستونزې لرو له دولت نه همکاري غواړو چې وکولای شو خارجي مسابقو کې ګډون وکړو او افغانستان لپاره لاسته راوړنې ولرو.
د افغانستان د غیږنیونې فدراسیون وايي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې په کابل ملي سیالۍ هم ترسره کړي چې پکې به د ګڼو ولایتونو غیږنیونکي برخه واخلي

XS
SM
MD
LG