د لاس رسي وړ اتصالات

د چین جمهور رئیس ازبیکستان ته تللی او د روسیې له جمهور رئیس سره ګوري


د چین دولتي رسنیو ویلي، ددغه هېواد جمهو رئیس شي جینپینګ نن چهارشنبې ۱۴ سپتمبر (وږي ۲۳) ازبکستان ته ورسېد.

د کرونا وبا له پیل راهیسې دا له چین دباندې د جمهور رئیس شي جینپینګ لومړی سفر دی.

نوموړی به په اوزبیکستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هیوادونو په غونډه کې د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین او د مرکزي اسیا د امنیتي ګروپ د هیوادونو له نورو مشرانو سره وویني او د چین د ستراتيژیکو موخو د پیاوړتیا په هکله به خبرې ورسره وکړي.

اوزبیکستان، هند او پاکستان هم د شانګهای د همکاریو سازمان غړي دي.

دغه سرمشریزه په داسې یوه وخت کې جوړیږي چې اوکرایني ځواکونو تعرضي عملیات شروع کړي او روسي ځواکونه د اوکراین له ځینو نیول شویو سیمو د شاتګ په حال کې دي.

د چین د رینمین د پوهنتون د نړیوالو اړیکو د انسټیټیوټ مسئول وانګ يي وي وویل: "اوس ښايي روسیه په یوه ډیر حساس وضعیت کې وي، ځکه اوکراین یې په وړاندې تعرضي عملیات شروع کړیدي او د روسانو له خوانیول شوې سیمې بیرته نیسي. نو خلک به دې ته متوجه وي چې له جمهور رئیس شي سره د پوتین له کتنې وروسته څه ډول سیګنال استول کیږي."

د چین حکومت په اوکراین باندې د روسیې د برید له غندلو ډډه کړېده او امریکا د دغې شخړې د رامنځ ته کېدو مسئوله ګڼي.

کرملین دغه کتنه له لویدیځ سره د دغه هیواد ترینګلتیا ته په کتو سره مهمه بللې ده.

روسیې هم ټایوان ته د امریکا د کانګرس د استازو د خونې د مشرې نانسي پلوسي له سفر وروسته، د چین او لویدیځ ترمنځ د رامنځته شوې ترینګلتیا پرمهال د چین ملاتړ کړی و.

د مسکو د کارنیګي په مرکز کې د سیاسي چارو کارپوه الکساندر ګبیوف وايي د اوکراین د جنګ له کبله د روسیې د چنې وهلو قدرت تر ډیره بریده ضعیف شوی دی او دا د چین د جمهور رئیس په پرتله ډیره پوتین ته ضروري ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، موخې وساتي.

د سیاسي چارو کارپوه الکساندر ګبیوف وايي، دغه جنګ د روسیې د خبرو کولو دریځ کمزوری کړی په داسې حال کې چې جمهور رئیس پوتین ته د روسیې او چین د اړیکو عمومي تحرک مهم دی.

هغه زیاته کړه: "حقیقت دادی چې چین د لویدیځ له خوا په روسیې باندې په لګېدلو بندیزونو کې برخه نده اخیستې، که څه هم چین د صادراتو د کنترول له تدابیرو او نورو ورته برخو کې همکاري کوي، چین له خپله اړخه بندیزونه نه دي اعلان کړي، چین د روسیې د تیلو اوګازو اخیستو ته دوام ورکوي. په ټوله کې د اسیا او آرام سمندر په لور، خپل اقتصاد ته په مسیر ورکولو سره به دا روسیې ته ناممکنه وي چې د چین له همکاري پرته کوم کار وکړي."

جمهور رئیس شي د بیجینګ د ژمني اولمپیک په لوبو کې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل مخکې له پوتین سره په خپلې لیدنه کې د دواړو هیوادونو ملګرتیا داسې یوه ملګرتیا بللې وه چې هیڅ سرحد نه لري. چین په همدې میاشت کې د روسیې په ختیځ کې د واستوک ۲۰۲۲ په پوځي تمرینونو کې د ګډون کولو لپاره خپل ۲۰۰۰ عسکر ورلیږلي دي. دواړه هیوادونه کوم رسمي اتحاد نه لري او په اروپا کې د بیلابیلو ګټو د تعقیبولو په لټه کې دي.

وانګ يي وي وویل: "اروپا، چین ته د اقتصادي او تکنالوژیکي همکارۍ له امله ډیره مهمه ده، په همدې خاطر په دې برخه کې له روسیې سره د ورته اړیکو لېوالتیا نشته. موږ بیلابیلې پرتلېزې ګټې لرو. زه فکر کوم له دې کتنې څخه به لویدیځ ته دا سیګنال ورکړل شي چې له سیاسي او ستراتژیک پلوه روسیه او چین نورې انزوا ته ټیل نه وهل شي او د اوکراین نمونه په ټایوان کې تکرار نشي."

تمه کیږي چې په اقتصاد او تجارت پورې تړلې موضوعګانې به د دوی د کتنې مهمه برخه وي. ځکه مسکو د لویدیځ د بندیزونو ترفشار لاندې دی او د چین اړیکې هم له واشنګټن، اروپا، جاپان او هند سره د تجارت، ټکنالوژۍ، امنیت، ټایوان، هانګ کانګ، بشري حقونو، په سمندر او د همالیا په غرونو کې د ځمکې پرسر د دعوا له امله ښې نه دي. د سیاسي چارو شنونکی الکساندر ګبیوف وايي چین د روسیې لپاره د بندیز لګوونکي ایتلاف څخه بهر، د تجارت او اقتصاد په برخو کې تر ټولو لوی شریک دی.

هغه همدارنګه وویل: "د جنګ له پیل مخکې د روسیې بهرنۍ سوداګري ۱۸ فیصده له چین سره په راکړې ورکړې ولاړه وه، ښايي د روان کال ترپایه چین د روسیې لوی تجارتي شریک شي."

کتونکي وايي، پوتین او شي د دوه پخواینو کمونستو رقیبانو ترمنځ د ستراتژیکي همکارۍ د رامنځ ته کولو لپاره قوي شخصي اړیکو ته وده ورکړېده. اوس چې دغه دواړه هیوادونه له امریکا او لویدیځ سره په رقابت کې دي، پوتین ویلي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي اتحاد د رامنځ ته کېدو نظریه هم له پامه نشي غورځېدلی.

خو بیجنیګ په اوکراین کې د روسیې له نظامي کمپاین څخه د بشپړ ملاتړ ښودلو په برخه کې له احتیاط څخه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG