د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې هوايي بمباریو او جنګونو نژدې ۲۰۰ تنه ووژل


دا د عرب سپرلي له پېل راهیسې تر ټولو ډېر کسان دي چې په یوه ورځ وژل کیږي.
دا د عرب سپرلي له پېل راهیسې تر ټولو ډېر کسان دي چې په یوه ورځ وژل کیږي.

په یمن کې سیمه اییز خلک او د حوثي شیعه یاغیانو مطبوعات وايي چې د سعودي عرب په مشرۍ د ایتلاف په هوايي بریدونو کې د دوشنبې په ورځ ۱۷۶ جنګیالي او ولسي خلک وژلي دي.

دا د عرب سپرلي له پېل راهیسې تر ټولو ډېر کسان دي چې په یوه ورځ وژل کیږي.

د حوثي یاغیانو یو خبري اژانس، سبا، وايي چې د دوشنبې په ورځ د یمن په شمال کې د ارمان په ولایت کې په یو هوايي برید کې ۶۳ تنه ووژل شول، چې ۳۰ تنه یې په یو مارکیټ کې وو.

په همدې ولایت کې بیا د حوثي یاغیانو په یوې پوستې باندې په یو بل جلا برید کې ۲۰ جنګیالي وژل شوي دي.

د یمن په شمال کې د ایتلاف هوايي بریدونو کې بیا د څارویو د پېر او پلور په یو بازار کې لږ تر لږه ۶۰ تنه نور هم وژل شوي دي، د دې ترڅنګ په همدې سیمې کې خلک وايي چې د عدن او لهج ترمنځ لارې کې پر یوې پوستې بل برید کې نژدې ۲۰ حوثي یاغیان هم وژل شوي دي.

د مریب په ښار کې بیا حوثي یاغیان او د یمن سرتېري په خپلو کې سره په جنګ وو چې هوايي برید پرې وشو او ۲۰ تنه یې ووژل.

اخوا، د یمن لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي اسماعیل اولد شیخ د سه شنبې په ورځ په صنعا کې له حوثي یاغیانو سره خبرې کړي چې اوربند وشي او بشري مرستې ورسول شي.

د حوثیانو یو چارواکي وویل چې وروستي بریدونه د سولې پر هڅو ګوزار و.

ملګري ملتونه وايي د یمن د ۲۵ میلیونه نفوس ۸۰ فیصده یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان د هوايي بریدونو او جنګ پر بندېدو چې، د مارچ په ۲۶ نېټه پیل شوي، ټېنګار کوي، د یمن په جګړو کې تر دې دمه لږ تر لږه۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د سعودي عرب په مشرۍ ایتلاف هڅه کوي چې د یمن له شمال څخه د دغه هېواد نورو برخو ته د حوثي شیعه یاغیانو د پرمختګ مخه ونیسي.

د ایران له مرستې برخمن حوثي یاغیان وايي چې د مفسد حکومت پر ضد پاڅېدلي، خو سیمه اییز جنګیالي بیا وايي دوی د خپلو کورونو د ساتلو لپاره له حوثي یاغیانو سره جنګیږي.

سعودي وايي پر حوثيانو ځکه بمبارۍ کوي چې د یمن حکومت وساتي.

XS
SM
MD
LG