ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په ۲۰۲۵ کال کې د امریکا د کډوالۍ پالیسۍ کې بنسټیز اصلاحات پلي کړي، چې د کډوالۍ د دغو قوانینو اجرا یي د خپل د "امریکا لومړۍ" د اجنډا د ملي امنیت یو مهم عنصر ګرځولی.
د ولسمشر ټرمپ ادارې د څو اجرائیوي فرمانونو په صادرولو، په پالیسیو کې د بدلونونو او د اعلامیو په لاسلیک کولو سره، د غیرقانوني او قانوني مهاجرت محدودولو ته یې مخه کړې، او په بنسټیز ډول یې د سرحدي اقداماتو، د ویزې طرزالعملونو او د پناه غوښتنې پالیسۍ یې بدلې کړې دي.
دغو اقداماتو سرحدي امنیت ته یې لومړیتوب ورکړ، چې پکې د پراخو فزیکي خنډونو ترکیب، د کډوالو د شړلو زیاتوالی او د قانوني مهاجرت په لارو سخت محدودیتونه شامل وو.
د ټرمپ ادارې، چې په ملي امنیت او متحدو ایالتونو ته د استعداد پر بنسټ په ننوتلو ټینګار کوي، دا بدلونونه د ۲۰۱۰ لسیزې له وروستیو راهیسې د امریکا د مهاجرت ترټولو محدود چوکاټ په توګه بیان کړل.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د خپلې دندې په دواړو دورو کې، په دوامداره توګه استدلال کړی چې بې کنټروله کډوالي - په ځانګړې توګه غیرقانوني کډوالي - د متحدو ایالتونو ملي امنیت، عامه خوندیتوب او اقتصادي هوساینې ته جدي ګواښونه پیښوي.
د امریکا د اوسنۍ ادارې پالیسۍ د امریکایي اتباعو په خوندیتوب، امنیت او ګټې ته لومړیتوب ورکولو باندې ټینګار کوي چې پکې د امریکا د پخوانیو ادارو اوباما او بایډن - د(داکا) په نوم د کډوالو پروګرام او د لنډمهاله محافظتي استوګنې او د اجرایوي لومړیتوبونو د نرمولو د ملاتړ لغوه کول شامل دي.
د پولو د امنیت ټینګښت
ښاغلي ټرمپ د ولسمشر په توګه په خپله لومړۍ ورځ (د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه)، د جنوبي پولې په اړه د ملي بیړني حالت د اعلانولو په شمول د کډوالۍ په اړه څه باندې ۱۰ اجرایوي فرمانونه او اعلامیې خپرې کړې.
د ټرمپ ادارې دغه پراخ غیرقانوني کډوالۍ پر متحدو ایالتونو "برید" بولي، چې د چارواکو په وینا د پخوانۍ ادارې د غفلت له امله رامنځته شوي او د امریکایانو پر وړاندې جرمونه، جاسوسي، د ترهګرۍ لپاره چمتووالی، د انسانانو قاچاق او د امریکایی مالیه ورکوونکو لپاره د میلیاردونو ډالره زیانمن شوي.
د ټرمپ ادارې هیواد ته د کډوالو ننوتل وځنډول او په سرحدونو باندې یې د پناه غوښتنې بهیر یې په عملي توګه پای ته ورساوه.
د ولسمشر ټرمپ ادارې د سرحدي امنیت مسله رسمي پوځي لومړیتوب ګرځولی دی. د ۲۰۲۵ کال تر اپریل پورې څه باندې ۱۰ زره سرتیري د امریکا سویلي پولې ته واستول شو ترڅو د ګزمې، د زیربناوو او د پولې په تړلو کې مرسته وکړي.
د ټرمپ ادارې د نوي سرحدي کټارو د جوړولو د قراردادونو لپاره څه باندې ۵ میلیارد ډالره پیسې هم ځانګړې کړې دي او د دیوال د جوړولو د چټکولو لپاره یې ۲۴ لوی معافیتونه پلي کړي دي.
د آیس د رول پراخېدل
په ۲۰۲۵ کال کې، د امریکا د مهاجرت او د ګمرکونو د تطبیق ادارې یا (ICE) په کار کې یو بې ساری بدلون راغی. په دې بدلون کې د آیس د مامورینو د معاشونو د پام وړ زیاتوالی، د غیرقانوني کډوالو د نیولو په شمیر کې زیاتوالی، او په متحدو ایالتونو کې د کډوالو د شړلو د پراخ کمپاین پلي کول په ګوته شوي دي.
د ۲۰۲۵ کال د دسمبر تر ۱۴مې پورې، د آیس په توقیف ځایونو کې د خلکو شمیر د ټولو وختونو لوړ ۶۸،۴۰۰ کسانو ته ورسید.
د دې ادارې لخوا په ۲۰۲۴ کال کې هره ورځ د شاوخوا ۳۰۰ څخه د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې هره ورځ څه باندې ۱۰۰۰ کسانو توقیف ته ورسیدو. له جنورۍ نه د اکتوبر تر نیمایي پورې د ادارې لخوا ټولټال ۲۲۰ زره کسانو د نیولو خبر ورکړ شوی دی.
د امریکا کانګرس په ۲۰۲۵ کال کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (آیس) لپاره ۲۸.۷ ميلیارد ډالر ځانګړي کړي دي. دا شمېره، د ۲۰۲۴ کال د بودیجې نه نږدې درې چنده ده، د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره ځانګړې شوې چې په یوه کال کې د متحدو ایالتونو څخه یو میلیون غیرقانوني کډوال وشړي.
دې ادارې د دسمبر په ۲۰مه اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۲۰مې راهیسې یې له متحده ایالتونو څخه له ۶۲۲ زره څخه ډیر غیرقانوني کډوال، چې مجرمین هم پکې شامل دي، ایستلي دي.
د ادارې په وینا، سږکال شاوخوا ۱.۹ میلیونه نور غیرقانوني کډوال په خپله خوښه له متحدو ایالتونو څخه وتلي دي.
د سفر بندیز او په راتګ کنترول
ولسمشر ټرمپ د جون په څلورمه، یو اجرایوي فرمان صادر کړ چې د ۱۲ هیوادونو - افغانستان، چاد، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، استوایی ګیني، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، میانمار، سومالیا، سوډان او یمن - اتباعو باندې یې امریکا ته په ننوتلو بندیز ولګاوه، او د اوو نورو هیوادونو - کیوبا، بروندي، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا - اتباعو باندې یې د سفر محدودیتونه ولګول.
وروسته له هغه چې د نومبر په ۲۶مه په واشنګټن ډي سي کې د یوه افغان وګړي په ډزو کې د امریکا د ملي ګارډ یوه سرتیرې ووژل شوه او یو بل سرتیری ټپي شو، ولسمشر ټرمپ د خپلې ادارې د کډوالۍ تګلاره سخته کړه او لومړی یې د افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونو د طی مراحلو د بندولو اعلان وکړ.
بیا، په یوه پراخ اقدام کې، د ټرمپ حکومت پنځه نور هیوادونه - بورکینا فاسو، مالي، نایجر، جنوبي سودان او سوریه - او همدارنګه هغه خلک چې د فلسطین د خودمختارې ادارې لخوا صادر شويو اسنادو سره سفر کوي متحدو ایالتونو ته د بشپړ سفر د بندیزونو په لیست کې شامل کړل، او په ۱۵ نورو هیوادونو یې نوي بندیزونه ولګول.
په دې سره د هغو هېوادونو شمېر ۳۹ ته ورسېدو چې امریکا ته یې د وګړو په سفر بندیز او محدودیت لګول شوی، په دوی کې یې اکثره افریقايي هیوادونه دي.
د ټرمپ لخوا د دې سفري بندیزونو او محدودیتونو په اړه په لاسلیک شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا اقدام د هغو هیوادونو پر اتباعو باندې پلي کیږي چې "پراخ فساد، جعلي یا بې باوره هویتي او مدني اسنادو، او جرمي سوابقو" سره مخ دي، هغه مسلې چې امریکا ته له دې هیوادونو د اتباعو د سفر لپاره د سوابقو د ارزونې کار ستونزمن کوي.
د قانوني مهاجرت بیا ازرونه
د پالیسۍ د بدلونونو په برخه کې، په سپتمبر کې، د ټرمپ ادارې د H-1B ویزو کلنی فیس په کال کې ۱۰۰ زره ډالرو ته لوړ کړ.
د دې هېواد دکورني امنیت وزارت وايي چې د دې ویزې د قرعه کشۍ سیسټم کې تعدیل راوړي او پر ځای یې داسې یو بهیر رامنځته کوي چې په اساس به یې ډېرو ماهرو او لوړ معاش لرونکي بهرنیو کارګرانو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
د ټرمپ ادارې د براون پوهنتون او د میساچوسټس ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ کې د ډزو وروسته د لاټري ویزې پروګرام هم وځنډاوه ځکه چې بریدګر د متحدو ایالتونو د ګرین کارت لاټري له لارې امریکا ته راغللی و.
د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د ادارې په وینا د کډوالۍ ویزې د لاترۍ پروګرام له لارې هر کال د مهاجرت ۵۰زره ویزې برابرېدې او ورکول کېدې. په دې پروګرام کې د هغو هېوادونو وګړي انتخابېدل چې په امریکا کې یې د مهاجرت کچه ټيټه ده.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دسمبر په لسمه د خپل د طلایي کارت پیل اعلان کړ.
ولسمشر وویل د طلایي کارت بیه د عامو خلکو لپاره ۱ میلیون ډالر دی او د هغو شرکتونو لپاره چې غواړي خپل مطلوب اشخاص په متحدو ایالتونو کې وساتي، دوه میلیون ډالر دی، او دا پروګرام د هغو خلکو د وړتیاو بشپړه ارزونه کوي چې د دې پروګرام له لارې په متحدو ایالتونو کې استوګن کیږي.
په یوه بل اقدام کې، د ولسمشر ټرمپ ادارې د هغو ماشومانو لپاره د زیږون د حق تابعیت لغوه کړ چې مور او پلار یې د امریکا تابعیت نلري یا د دې هیواد دایمي اوسیدونکي ندي.
د کډوالۍ په اړه د ولسمشر ټرمپ یو شمیر اقدامات، په ځانګړې توګه په هیوادونو باندې د سفر بندیز او په دې هیواد کې د زیږون پر بنسټ د امریکا د تابعیت د ترلاسه کولو حق، د مدني حقونو سازمانونو یا ایالتونو لخوا د امریکا په محاکمو کې ننګول شوي دي.
همدارنګه، د کډوالۍ په پالیسۍ کې د هغه ځینې بدلونونه، لکه د متحدو ایالتونو د کډوالۍ قانوني سیسټم کې پراخ اصلاحات، په کانګرس کې د دواړو ګوندونو ترمنځ د نظر د اختلاف له امله لږ پرمختګ کړی دی.
کډوالي د امریکا د ملي امنیت د ستراتیژۍ اصلي عنصر
د امریکا د ملي امنیت اوسنۍ ستراتیژي، چې د ډسمبر په لومړیو کې د ټرمپ ادارې لخوا خپره شوه، کډوالۍ او سرحدي امنیت د امریکا د ملي امنیت په پالیسۍ کې ډیر مهم ګڼل شوی، چې د پخوانیو ستراتیژیو څخه د پام وړ توپیر لري.
دا ستراتیژي ډله ییز مهاجرت د امریکا د ملي امنیت لپاره یو له ډیرو مهمو ګواښونو په توګه په ګوته کوي او په کلکه یې ویلي: "د نړۍ په ګوټ ګوټ کې، ډله ییز مهاجرت کورني سرچینې يې کمې کړي، تاوتریخوالی او نور جرمونه یې زیات کړي، ټولنیز یووالي یې کمزوری کړی، د کار بازارونه یې ګډوډ کړي او ملي امنیت یې کمزوری کړی دی. د ډله ییز مهاجرت دوره باید پای ته ورسیږي."
همدارنګه په دې ستراتیژۍ کې سرحدي امنیت "د ملي امنیت د اصلي عنصر" په توګه او د کډوالۍ کنټرول د حاکمیت، کلتور، اقتصاد او عامه خوندیتوب د ساتنې لپاره اړین بلل شوی.
دا ستراتیژي د متحدو ایالتونو د کډوالۍ سیسټم کې د بهرني لاسوهنې په وړاندې خبرداری ورکوي او بې کنټروله کډوالۍ د پراخې نړیوالې بې ثباتۍ سره تړلي.
فورم \ دبحث خونه