د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې د پولیسو پر اکادمۍ باندې خونړی برید


دا چاودنه نن د صنعا په ښار کې وشوه
دا چاودنه نن د صنعا په ښار کې وشوه

د یمن په مرکز صنعا کې د چارشنبې په ورځ د پولیسو پر اکاډمۍ برید وشو چې د له یو شمیر رپوټونو له مخې پر یو موټر سایکل باندی د یو تړل شوی بم په واسطه ترسره شوی دی. خو ځینی نور بیا وایي چې دا بم په یو میني بس کې ځای په ځای شوی و.

د یمن په مرکز صنعا کې دا چاودنه پداسې حال کی وشوه چې زیات شمیر خلک د پولیسو د اکاډمۍ نه بهر راټول شوي وو.

امنیتي چارواکي او عیني شاهدان وايي د قربانیانو اکثریت هغه ځوانان وو چې غوښتل یې په دې پوځي پوهنتون کې د زده کړو لپاره نومونه ثبت کړي.

د یمن پلازمینه د څو څو گڼ شمیر بمي چاودنو نښه گرځیدلی ده.
د یمن پلازمینه د څو څو گڼ شمیر بمي چاودنو نښه گرځیدلی ده.

​د پېښې یو عیني شاهد وایي «مونږ ټول هلته ولاړ و چې یو درۍ ټیره موټرسایکل زمونږ په لور را روان و او د پولیسو د اکادمۍ راغونډ شویو محصلینو ته چې راورسید، نو وچاودید.»

د پیښې یو بل عیني شاهد عبدالکریم راضي وویل « د چاودنې پر مهال د پولیسو د اکاډمۍ څخه محصلین د وتلو په حال کې وو چې اکثر قربانیان همدا محصلین وو.»

سمدستي چا ددې برید پړه په غاړه نده اخیستې.

په یمن کې درې کاله وړاندې د یو ولسي پاڅون په نتیجه کې ددې هیواد د اوږدمهاله واکمن علي عبدالله صالح د حکومت د ړنگیدو راهیسې د گڼ شمیر ډلو تر منځ د واک او کنترول د ترلاسه کولو پر سر وسله واله سیالي روانه ده.

په تیرو څو کلونو کې په یمن کې وار وار بمي چاودنې شوي چې اکثر د القاعده سره د یوې تړلې څانگې عمل بلل کیده چې امریکایي بی پیلوته الوتکې ورباندې هوایي بریدونو ته دوام ورکوي.

د الحوثیون په نوم شیعه یاغی ډلې د پلازمینې کنترول په لا س کې ونیو.
د الحوثیون په نوم شیعه یاغی ډلې د پلازمینې کنترول په لا س کې ونیو.

تیر کال د دسامبر په یو دیرشمه نېټه د الحوثیون پر ډلې باندې القاعده پداسې حال کی برید وکړ چې دوی د حضرت محمد (ص) د ځېږیدنې مبارکه ورځ نمانځله.

د چارشنبې د ورځې برید پداسې حال کې تر سره کیږي چې د الحوثیون په نوم شیعه یاغی ډلې د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د پلازمینې کنترول په لا س کې ونیو.

دغه ډله تر اوسه د خپلې واکمنۍ د ساتلو دپاره د عرب په ټاپو وزمه کې د القاعده له څو تندلارو ډلو او نورو سني متحدو قبیلو سره جنگیدلې ده.

XS
SM
MD
LG