د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو په یمن کې د اوربند غوښتنه وکړه


د ملگرو ملتونو عمومي منشي بن کي مون د یمن په جگړې کې په ښکیلو ډلو باندې غږ وکړ چې لږ تر لږه په روژې میاشت کې دې اوربند مراعات کړي چې د سولې او عبادت میاشت بلل کیږي.

خو د رویترز خبري اژانس خبر ورکوي چې د تیرې شپې په اوږدو کې د سعودي عربستان په مشرۍ ځواکونو د یمن په پلازمینه صنعا کې په حوثي یاغیانو باندې هوایي بریدونه کړي.

ښاغلی بن په ژنیو کې دی، چیرې چې تمه کیږي د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی اسماعیل ولد شیخ احمد به، سعودي عربستان ته د شړل شوي جمهور رئیس عبدربه منصور هادي د استازي او د حوثي یاغیانو د استازي سره جلا جلا لیدنې وکړي.

په ژینو کې خبرې اترې، لومړۍ دیپلوماتیکه هڅه ده چې هدف یې په یمن کې د متخاصمو ډلو تر منځ د هغې جگړې لپاره د سیاسي حل لاره موندل دي چې له امله یې په زرگونه خلک وژل شوي دي. خو تر اوسه لا څرگنده نده چې د یمن مخالفې ډلې به د یوبل سره وگوري که نه.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي وایي ټول مسؤلیت لري چې باید عمل وکړي.

"ددې بدمرغې جگړې تر پیلیدو مخکې هم، یمن د نړۍ په یو شتمنه سیمه کې د نړۍ یو تر ټولو ډیر بې وزله هیواد وو. د مې له میاشتې راهیسې په جگړې کې څه د پاسه ٢٦٠٠ کسان وژل شوي چې نیمایي یې ملکي خلک دي. دې جگړې ښوونځي، روغتونونه او د هیواد لرغوني فرهنگي میراث له منځه وړی. نن د یمن موجودیت د خطر سره مخامخ دی. یمن په اور کې سوځي او ښکیل اړخونه جر و بحث کوي."

د اوربند شرطونه

د یمن د بهرنیو چارو وزیر ریاض یاسین عبدالله د دوشبنې په ورځ وویل د هغه حکومت به د حوثي یاغیانو سره د اور بند په مسلې باندې بحث وکړي که چېرې هغوي د ښارونو نه د وتلو شرط ومني، په زرگونه بندیان خوشي کړي او د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک سره موافقه وکړي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا سږکال د اپریل په میاشت کې د یو پریکړه لیک په ترڅ کې د حوثي یاغیانو نه وغوښتل چې د تشدد نه لاس واخلي او د صنعا په گډون تصرف کړي سیمې دې پریږدي. په پریکړه لیک کې داهم ویل شوي چې ټول ښکیل اړخونه دې جنگ ځپلي ملکي وگړو ته د بشري مرستو په رسولو کې اسانتیا برابره کړي.

خو ښاغلي بن نن په ژنیو کې په دواړو اړخونو غږ وکړ چې دې بهیر ته د شرطونو د وړاندې کولو پرته دې داخل شي او زیاته یې کړه هیله لري چې دا خبرې اترې به په یمن کې یو سوله ایز سیاسي انتقال ته لاره اواره کړي.

د ملگرو ملتو عمومي منشي وویل چې د حوثي یاغیانو هیئت راتگ ځنډلی خو تمه کیږي چې د دوشنبې په ورځ ناوخته به ژنیو ته ورسیږي.

د یمن لپاره د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې په دې وروستیو اونیو کې په یمن کې د شري او وژونکې تبې ډیرې پیښې ثبت شوي چې د عامې روغتیا وضعه یې له بحران سره مخ کړې ده.

د سعودي عربستان په مشرۍ بمبارد

په یمن کې د ٢٠١١ میلادي کال راهیسې سیاسي ناکرارۍ رامنځ ته شوې کله چې خلکو د علي عبدالله صالح د اوږدې مودې واکمنۍ په وړاندې په مظاهرو لاس پورې کړ. ښاغلی صالح اوس د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.

حوثي یاغیانو د مارچ د میاشتې په پای کې د صنعا نه بند‏ري ښار عدن ته پرمختگ وکړ او د یمن برحاله جمهور رئیس عبدربه منصور هادي یې گاونډي هیواد سعودي عربستان ته تښتېدو ته اړ کړ.

سعودي عربستان په غبرگون کې یو ائتلاف جوړ کړ چې د ولسمشر هادي په غوښتنه د حوثي یاغیانو په وړاندې هوايي برید وکړي.

په داسې حال کې چې د دوشنبې په ورځ د یمن دجگړې ښکیلې ډلې په ژینو کې د خبرو اترو لپاره تیاری نیسي، د رویترز یو عیني شاهد وایي د سعودي عربستان په مشرۍ ځواکونه تیره شپه د یمن په پلازمینه صنعا باندې بمبارد وکړ.

د دې هوایي برید په ترڅ کې چې ستره چاودنه رامنځ ته شوه د ښار جنوبي او لویدیځه سیمه په نښه شوې وه.

د سعودي لخوا د څه باندې درې میاشتنۍ بمبارۍ نه وروسته په یمن کې داسې بن بست رامینځته شوی چې اوس ایران پلوه حوثیان او صالح، او په ریاض کې میشت ولسمشر عبدربه منصور هادي ترمنځ د جوړ جاړې نښې نښانې ډیرې کمې ښکاریږي.

بل خوا تیره اونۍ د ملگرو ملتونو سازمان وویل چې د یمن د ٢٦ میلیونه نفوس نه ٢١ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري او جگړې یو ملیون خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي. د ملگرو ملتونو په وینا د یمن په جگړې کې څه دپاسه ٢٦٠٠ کسه وژل شوي چې نیمایي یې ملکي وگړي دي او ١١٠٠٠ ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG