د لاس رسي وړ اتصالات

زرګونه یمنیان په کولرا اخته شوي دي


یوه میرمن د ۲۰۱۷ کال د جون په شپږمه د صنعا د کولرا د درملنې په یو مرکز کې له خپل زوی سره مرسته کوي
یوه میرمن د ۲۰۱۷ کال د جون په شپږمه د صنعا د کولرا د درملنې په یو مرکز کې له خپل زوی سره مرسته کوي

په یمن کې د کولرا ناروغي په داسې حال کې په چټکه په خپریدو ده چې زرګونه خلک په دې ناروغي اخته دي.

دغې ساري ناروغۍ زرګونه کسان دومره ناروغ کړي چې ګڼ شمیر یي په لارو او کوڅو کې بیهوشه کیږي. حتی ځینې کلیوال د درملنې لپاره روغتیايي مرکزو ته هم رسیدلي نه شي.

ددغو ناروغانو له جملې نه سلګونه یې د بني حجه په شمالي ولایت کې دي.

یمن د کورنۍ جګړې له امله سخت ځپل شوی دی، خو اوس ککړو اوبو هغه هیواد د کولارا په یو مرکز بدل کړی دی. د اوبو ککړوالی څو عوامل لري چې په هغوی کې د کثافاتو پر ډیرانونو د باران له امله د ضافي اوبو غونډیدل،د چټلو اوبو په واسطه د باغونو خړوبول او د حکومت د هغو روغتیایی مامورینو بې کاره کیدل شامل دی چې معاشونه یې نه دي اخیستي.

د ګبرا دیریب په نامه یوې کونډې وویل چې د کولرا په مرض اخته خاوند یې ډیر زر له لاس ورکړ. هغې وویل "هغه سهار وختې ناروغ شو، مونږ کلینیک ته یوړ، په لاره کې یي ډيرې کانګې کولې اووروستهپه کلینیک کې يي ساه ورکړه."

ملګري ملتونه او نړیوال مرستدونیه سازمانونه وایي چې ددغې نارغې د خپریدلو سرعت حیران کړي دي. د سره صلیب کمیټه وايي ګمان کیږي چې په ۱۲۰ یمنیانو کې یو یې د کولرا په مرض اخته وي.

د وقایوي ناروغیو مشر ادیب عبدالحلیم وايي"که د کولرا د سرایت له اړخه وګورو، نو دا مرض نوی په سلو کې د ناپاکو، په ځانګړې ډول د مځکې لاندې، اوبو د استعمال له کبله خپریږي"

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو پر اساس، د تیر اپریل راهیسې شاوخوا دوه زره کسان مړه شوي دي او په دغه نارغۍ له څلور سوو زرو نه د زیاتو کسانو په اخته کیدو ګمان کیږي.

د ملګرو ملتونو ارقام ښيې چې اوه ملیونه داسی خلک شته چې د خوراک لپاره ډوډۍ نلري. په هغوی کې دوه میلیونه په سوء تغذي ماشومان شامل دي. شاوخوا څوارلس نیم ملیونه نور پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د وضعیت څارونکي وایي چې په یمن کې به د کولرا خپریدل تر هغه وخت په همدې دوام ولري چې د یمن خلک پاکو اوبو ته لاسرسی ونلري چې د روانې جګړې په جریان کې یو ناشونی کار ښکاري.

XS
SM
MD
LG