د لاس رسي وړ اتصالات

یمن- د سولې هیلې مړاوې شوي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر غړو هیوادونو په یمن کې سولې د ټیگیدو لپاره د یوه پرېکړه لیک، مسوده وېشلې ده
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر غړو هیوادونو په یمن کې سولې د ټیگیدو لپاره د یوه پرېکړه لیک، مسوده وېشلې ده

یمني پوځي چارواکي د حُدیده ښار په لویدیځې برخې کې حوثي یاغیان د جگړې پر پیلولو گرموي. حکومتي ځواکونو ځوابي برید ورکړ، او د سعودي په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو جت الوتکو بمبار وکړ.

حوثي یاغیانو هم ویلي چې د اور بند لپاره د ملگرو ملتونو نوښت به مراعاتوي، خو که سعودي سوله وغواړي.

د ولسمشر ترمپ اداره هم د لویدیځو متحدینو سره په همغږۍ کې په یمن کې د اوربند غوښتنه کوي.

د ملگرو ملتونو چارواکي وایي په ملکیانو باندې بمبارد، د خوراکي مرستو مخه بندول او له نورو بشري اصولو څخه سرغړونه په نړۍ کې د انسان په لاس په ټولو لوی بشري ناروین رامنځ ته شي.

دې جگړه ته د سعودي او ایران ترمنځ د نیابتي جگړې په سترگه کتل کیږي. د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزیز د دوشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې د سولې د نړیوالو هحو ملاتړ کوي. خو زیاته یې کړه چې هیواد یې دنده لري چې د ایران د مداخلې په وړاندې د یمن د خلکو حفاظت وکړي.

ټاکل شوې ده چې د یمن د جگړې دواړه غاړې د سږکال په پای کې په سویدن کې ملاقات وکړي.

د یمن لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی مارتین گرفیفتز ژمنه وکړه د ضرورت په صورت کې له صنعا څخه به د حوثي استازو سره ملتیا وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په مسوده کې چې د بریتانیا له خوا پرون دوشنبه د دې شورا پر پنځلسو دایمي او موقتي غړو باندی وېشل شوې، په یمن کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه کوي چې په دې هېواد کې د درې کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرې اترې پیل کړي.

د یمن بندري ښار د تجارتي مالونو او د بشري مرستو د رسولو خورا مهم بندر گڼل کیږي. حوثي یاغیانو په ٢٠١۴ میلادي کال کې د یمن پلازمېنه صنعا او حدیده ښار ونیول چې په نتیجه کې یې سعودي عربستان او متحدانو یې یو کال وروسته د حکومت په پلوۍ په یمن کې مداخله وکړه.

د ملگرو ملتونو د راپور له مخې، د یمن په درې کلنې جگړې کې نږدې لس زره کسان وژل شوي دي، او څو میلیونه د قحطۍ سره مخامخ دي.

د یمني یاغیانو یوه جگپوړي چارواکي له خپلې رهبرۍ څخه غوښتي دي چې په سعودي عربستان باندې د توغندیو توغول بند کړي ځکه ملگري ملتونه د سولې د خبرو لپاره چمتوالی نیسي.

په یمن کې د اوربند د ټینګېدو د هڅو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر غړو هیوادونو د یوه پرېکړه لیک، مسوده وېشلې ده چې د جګړې له ښکېلو خواوو یې غوښتي چې سمدستي د یمن په بندري ښار حُدیده کې چې له څو ورځو راهیسې پکې جگړه روانه ده، اوربند وکړي.

XS
SM
MD
LG