د لاس رسي وړ اتصالات

یمن ته د کرونا ضد واکسین لومړنۍ جوپه ورسیده


دا واکسین د ملګرو ملتونو د پروګرام پر اساس یمن ته ورکړل شوی.
دا واکسین د ملګرو ملتونو د پروګرام پر اساس یمن ته ورکړل شوی.

ملګري ملتونه وایي يمن ته نن چارشنبه، مارچ ۳۱ (وري ۱۱) د کرونا ضد ۳۶۰ زره ډوزه واکسین ورسید.

د اسټرا زینیکا واکسین د عدن بندري ښار ته ورسید چې اوس د یمن موقتي پایتخت هم دی. د یمن په نړیواله سطح پیژندل شوی حکومت په همدې ښار کې دی ځکه حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې د پایتخت صنعا نه وشاړه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونسیف) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه واکسین د کواکس د پروګرام پر اساس یمن ته ورکړل شوی. د روغتیا نړیوال سازمان دا پروګرام پدې خاطر پیل کړی چې بې وزله هیوادونو ته د کرونا ضد واکسین په وړیا توګه ورکړل شي.

د یونسیف په اعلامیه کې ویل شوي چې په روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې به یمن ته ۱.۹ میلیونه ډوزره د کرونا ضد واکسین ورکړل شي.

په یمن کې د کرونا ضد تازه پیښې دومره ډیرې شوي چې د هغه هیواد د کرونا سره د مبارزې کمیټې له حکومت غوښتي و چې اضطراري حالت دې اعلان کړي.

یمن شاوخوا ۳۰ میلیونه نفوس لري. د دې هیواد رسمي ارقام ښیي چې هلته ۴ زره کسان تر اوسه د کرونا په ویروس اخته شوي او ۸۳۶ یې مړه کړي خو د روغتیایي چارو مبصرین وایي چې دا ارقام تر دې لوړ دي.

په یمن کې چې د عربي نړۍ تر ټولو بې وزله هیواد دی، څه باندې ۶ کاله کیږي چې کورنۍ جګړه روانه ده.

حوثي شعیه یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، په ۲۰۱۴ کال کې د حکومت پر ضد بغاوت وکړ. پایتخت صنعا او د هیواد ډیرې شمالي برخې یې د حکومت نه وینولې.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په ۲۰۱۵ کال په یمن کې نظامي مداخله وکړله او د حوثیانو په مرکزونو یې هوایي بمبارۍ پیل کړلې.

د یمن په کورنۍ جګړې کې زرګونه خلک تر اوسه وژل شوي چې اکثریت یې ملکیان دي.

XS
SM
MD
LG