د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس له استعفا وروسته په یمن کې غوغا ده


د یمن پارلمان د هغه هیواد د جمهور رئیس عابد ربو منصور هادي استعفی ونه منله او د هیواد د سیاسي شخړو د حل کولو لپاره یې نن د جمعې په ورځ ځانگړې غونډه وکړه.

د یمن جمهور رئیس او د هغه کابینې د پنجشنبې په ورځ د هغې سیاسي شخړې له وجې استعفی وکړه چې د جمهور رئیس او د حوثي یاغیانو ترمنځ چې د تیرې اونۍ راهیسې یې هیواد محاصره کړی، رامنځ ته شوې ده.

په واشنگټن کې د یمن د حکومت ویاند محمد البشا د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې جمهور رئیس او د هغه حکومت استغفی وکړه.

د پجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو استازي جمال بینومار د صنعا څخه په یو پیغام کې وویل چې سیاسي کړکیچ یواځې هغه وخت حل کیدای شي چې سیالې ډلې مخکنیو موافقو ته درناوی وکړي چې د واک د ویش او د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو غوښتنه کوي.

د یمن د جمهور رئیس او د هغه د حکومت د استعفا د خبر په هکله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې جن ساکي سوړغبرگون وښود او ویې ویل چې د امریکا متحده ایالات په یمن کې "د سوله ییز بدلون" پلوي کوي. خو دا چې څه ډول بدلون، په دې اړه یې چوپتیا غوره کړه.

هغې زیاته کړه چې په یمن کې د امریکا د دیپلوماتیک ماموریت په امنیتي وضیعت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

عیني شاهدان وایي چې د چارشنبې په ورځ د یاغیانو او حکومت ترمنځ د موافقې وروسته چې په پایتخت صنعا کې کړکیچ پای ته ورسوي، د پنجشنبې پهورځ لا هم د حوثي یاغیان د یمن د جمهوري ریاست بهر لیدل کیدل.

XS
SM
MD
LG