د یمن د معلوماتو وزیر معمر الاریاني د دوشنبې په ورځ [اکټوبر ۵مه] د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې د حوثي ډلې پر وړاندې د جګړو د دوام سره سره، د سعودي عربستان له ملاتړ څخه برخمنو د یمن حکومتي ځواکونو د باب المندب تنګی تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.
د سعودي د شدیدو هوايي بمباریو په زور د یمن حکومتي ځواکونو باب المندب ته نږدې د دباب ستراتيژیکه ولسوالۍ نېولې او چارواکي د تنګي په لور د پرمختګ خبر ورکوي.
د باب المندب تنګی د تېلو د انتقالاتو لپاره یوه مهمه لار ده چې تېره میاشت د ایران د ملاتړ څخه د برخمنو حوثیانو جنګیالیو تر کنټرول لاندې راغی.
په داسې حال کې چې الاریاني د دباب ولسوالۍ د نیولو او په سیمه کې د حوثي جنګیالیو د کلابندولو خبر یوې بلې حکومتي سرچینې وویل چې تنګي ته څېرمه په یوې پوځي اډې کې جګړه روانه ده.
حوثیانو ته نږدې رسنیو د حکومتي ځواکونو پرمختګ رد کړی او دا یې یو "بشپړ درواغ" بللې.
په باب المندب کې تازه پرمختګونو، په تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ ګډوډول د حوثیانو لپاره سخت کړي، خو دوی بیا هم کولی شي له شاوخوا سیمو کښتۍ په نښه کړي.
په ورته وخت کې د یمن د حکومت د پنځو پوځي سرچینو په وینا، حوثیانو د تعز ښار ته نږدې مهم پرمختګونه کړي او د یوې غرنۍ لارې ځینې برخې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې چې له امله یې حکومتي ځواکونه هلته محاصره شوي دي. د حکومت یوې بلې سرچینې دا خبره رد کړې ده.
فورم \ دبحث خونه