د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې د دوو میاشتو لپاره اوربند اعلان شو


دا د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا لومړی ځل دی چې په ټول یمن کې اوربند اعلانیږي.
دا د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا لومړی ځل دی چې په ټول یمن کې اوربند اعلانیږي.

په یمن کې خلکو په جګړې کې د ښکیلو ډلو لخوا په ټول هیواد کې د اوربند د اعلان هرکلی کړی چې د شنبې په شپه پیل شو.

په یمن کې دا دوه میاشتنی اوربند د روژې د میاشتې د پیل سره سم پیل شو.دا په تیرو ۷ کالونو کې چې پدې هیوا کې جګړو لسګونه زره کسان وژلي او په میلونونو نور یې بې ځایه کیدو ته اړ کړي، لومړی ځل دی چې خلک یې داسې یو خبر اوري.

د اوربند په تړون کې راغلي چې د سرحدي بریدونو تر څنګ به ټول تعرضي عملیات بند وي، هغو سیمو ته به د تیلو واردیدو ته اجازه ورکول کیږي چې د حوثي شعیه یاغیانو په لاس کې دي او هم به د صنعا د نړیوال هوایي ډګر څخه د الوتکو سوداګریزو پروازونو ته اجازه ورکول کیږي.

اوربند د ملګرو ملتونو په منځګړتوب شوي او تر دوو میاشتو وروسته یې هم د غځیدو امکان شته دی.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانز ګرنډبرګ ویلي کوښښ کوي چې دا اوربند دایمي شي. د ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو استازي د تیر یو کال راپدیخوا په ګډه هلې ځلې کوي چې په ټپه د دریدلو سیاسي مذاکراتو د بیرته پیل کیدو لپاره اوربند وشي.

حوثي شعیه یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی پدې ټینګار کوي چې لومړی باید د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه ټولې بندې لارې پرانیزي خو ائتلافي ځواکونه بیا اوربند او د لارو د خلاصیدو پر سر معامله په یو ځای غواړي.

په یمن کې د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا وروسته تر هغه چې حوثي یاغیانو پایتخت صنعا او د هیواد ځینې شمالي برخې په نړیواله کچه د پیژندل شوي حکومت څخه ونیول، کورنۍ جګړه پیل شوه.

یو کال وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په ۲۰۱۵ کال کې د حکومت په ننګه په حوثیانو هوایي بمبارۍ پیل کړلې.

د یمن د هوایي قلمرو او بندرونو کنټرول سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په لاس کې دی.

د یمن پدې شاوخوا ۷ کلنې جګړې کې میلونونه کسان د لوږې، نادارۍ او بې کوره کیدو سره مخ کړي او لس ګونه زره پکې وژل شویدي.

ملګرو ملتونو په یمن کې د نړۍ تر ټولو د ناوړه بشري ناورین وضعیت اعلان کړی.

XS
SM
MD
LG