د لاس رسي وړ اتصالات

یوګا ورزش سره د افغان میرمنو علاقه زیاته شوې ده


ملګرو ملتونو د جون ۲۱مه د یوګا نړیواله ورځ نومولې ده 
ملګرو ملتونو د جون ۲۱مه د یوګا نړیواله ورځ نومولې ده 

یوه میرمن په کابل کې د ښځو لپاره د یوګا ورزش خاص کلب جوړ کړی دی.

پدغه ورزشي مرکز کې چې شپږ میاشتې مخکې جوړ شوی دی، شاوخوا ۱۵ تنه ښځې تمرین کوي.

یوګا د فزیکي، روحي او ذهني تمریناتو مجموعه ده. دغه ورزش تر میلاد سلګونه کاله مخکې په لرغوني هند کې منځته راغلی دی.

د یوګا کلپ مسؤله او روزونکې، فخریه ممتاز هغه آوازې نه مني چې ګواکې یوګا مذهبي رېښه لري.

میرمن ممتاز وایې چې افغانې میرمنې د خپل روحي او بدني حالت د تقویه کولو لپاره باید یوګا وکړي.

په وروستیو کلونو کې یوګا په افغانستان کې هم دود شوی دی. دغه ورزش په خاصه توګه د ښاري ښځو پاملرنه راجلب کړې ده.

ډاکټران په دې باور دي چې په افغانستان کې چې زیات شمیر خلک یې د جګړو له امله له رواني ستونزو او نورو ناروغیو ځوریږي، یوګا یوه ښه درملنه ده.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبي څانګې غړی، ډاکتر احسان الله درمل وایې چې یوګا د ژور خپګان په شمول د ډېرو روحي او رواني ناروغیو درملنه کوي.

د کمپیوټر ساینس د پوهنځي زده کوونکې، سوسن رحماني وایې چې له یوګا ورزش سره یې د غاړې او ملا دردونه کرار شوي دي.

د هند د لومړي وزیر، نریندرا مودي د غوښتنې پر اساس، ملګرو ملتونو د جون ۲۱مه د یوګا نړیواله ورځ ونوموله.

په کابل کې د ښځو د یوګا کلب روزونکې وایې چې ډیر ژر به یو لوي ورزشي مرکز جوړ کړي څو زیاتو میرمنو ته ورزشي امکانات برابر شي.

XS
SM
MD
LG