د لاس رسي وړ اتصالات

حلال ډیتینگ - امریکایي مسلمانان آنلاین مینه لټوي


زیات شمیر امریکایي مسلمانانو ته د کلتوري او مذهبي توپیرونو په وجه گرانه ده چې خپل د خوښې د ژوند شریک یا شریکه ومومي.

خو یوې ځوانې امریکایي جوړې د امریکا غږ ته ویلي چې ددې ستونزې حل ښاېي په "آنلاین ډیتنگ" یا د انټرنټ له لارې د خپل خوښې کس موندلو کې وي.

فیلزا ساتي او عبید اکرم د پاڅه یو کال راهیسې سره واده کړی. دوی دواړو د واده اړوند یوې ویبپاڼې له لارې سره وکتل چې مسلمانان د مشروع لارې تماس ته هڅوي. فیلزا ساتي وایي "دوه کاله مخکې د واده ویبپاڼې ته ورغلم، هلته د بېلابیلو کلتورونو او سابقې ډیر خلک موندل کیږي".

په دغه مشروع لیدنه کتنه کې نارینه او ښځې د واده کولو په نیت سره گوري او د واده تر وخت پورې دوی د مذهبي محدودیتونو په چوکاټ کې پاته کیږي، دوی یو بل سره له فزیکي تماس پرته د کورنیو او مشرانو په اجازه د ملگرو په ملتیا په عامه ځایونو کې گوري.

عبید اکرم چې په مالي چارو کې کار کوي وایي هغه د کورنیو په غوښتنه د واده کولو پلوي دی خو زیاتوي چې دغه تجربه چې د آنلاین لارې د ژوند ملگري ومومي ورته ډیره عملي او اسانه وه. د هغه په وینا "حلال ډیتینگ" د مسلمانانو د ټولنې لپاره یوه اړینه موضوع ده، ځکه چې ورته اړتیا موجوده ده.

خو یو شمیر مسلمانان لا هم د زړو دودونو پلویان دي. هما قریشي چې د تکزاس ایالت په هوسټن کې ژوند کوي او د ١٦ کالو راهیسې د خلکو سره د ودونه په چارو کې مرسته کوي. هغه وایي "آنلاین ډیتینگ" د دوی کار وبار خراب کړی دی، ځکه دا کار ډیر اسانه دی چې ویبپاڼې ته ورځي او هلته په ډیره لږه بیه د ځان په اړه معلومات ثبتوي.

هغه وایي چې د دوی د طریقې له لارې هم د هلکانو او نجونو د کتنې امکان شته خو لومړی کورنۍ په کې ښکیل وي. د هغې په وینا ځوانان "آنلاین ډیتینگ" ډیر خوښوي او دا ورته یو ډول په زړه پورې څیز دی.

د "آنلاین ډیتینگ" دود لا په لومړیو پړاونو کې دی خو د ساتي او اکرم په څیر خلک په دې باور دي چې دا د مسلمانانو د اړیکو راتلونکې لار ده. دوی په دې باور دي چې د واده دمخه د یو شخص پیژندنه د یو ښه جفت د موندلو سره مرسته کوي او د یو شمیر هغو ستونزو مخنیوی کوي چې کیدای شي د کورنیو په خوښه ودونو په نتیجه کې رامنځ ته شي.

XS
SM
MD
LG