د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل پوهنتون تنکی محصل


احمد فیصل بارکزی
احمد فیصل بارکزی

۱۶ کلن احمد فیصل بارکزي په ۶ کلنۍ کې ډېوې لېسې ته لار موندلې او دوه ځلي یې په دوهم او پنځم ټولګي کې د سویې ازموینه ورکړې ده.

نوموړی په ۱۳۹۷ کال کې له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته په ۱۳۹۸ کال کې د کانکور په ازموینه کې د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې د هایدرولوژي څانګې ته بریالی شوی دی.

د کابل پوهنتون رسمي ویب پاڼې د دوشنبې په ورځ د «لړم پر۱۳مه» ویلي، چې ۱۶ کلن احمد فیصل د کابل پوهنتون تر ټولو کمکی محصل دی.

نوموړي ویلي، چې د خوښې رشته یې کمپیوټر ساینس وه، خو نوموړي د ځمکې پېژندنې پوهنځي ته لاره موندلې ده.

ښاغلی فیصل د خپلو راتلونو موخو په هکله ویلي:"په پوره علاقې سره غواړم پدې څانګه کې کار وکړم او که وکولای شم تر دې زیات د هیواد رهبري ته لار پیدا کړم د کانالیزسیون تنظیم، د اوبو مدیریت او د هیواد د اوبو له منابعو څخه قانوني او زیاته ګټه اخیستل به مې د کاري برنامې په سر کې وي او دا زما لپاره لومړیتوبونه دي".

د بیان له مخې نوموړی چې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ مشر زوی دی د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند قمبر څلور لارې کې اوسېږي.

ښاغلي فیصل وايي، چې له جمناسټیک سپورټ، له ملګرو سره لوبې او مطالعې سره زیاته مینه لري او وایې، چې د لومړي سمسټر په ۲۰ فیصده ازموینو یې د ۱۵ تر ۲۰ نومرو تر منځ دي.

نوموړي له افغان حکومت څخه غوښتي، هم خپله ده او د هغه په شان نورو محصلینو ته توجه وکړي.

XS
SM
MD
LG