د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د یوسف غضنفر مړینه لویه ضایع بللې


ولسمشر غني هغه یو حلیم،خیرخوا ولسي او ملي شخصیت بللی چې په وینا یې په یو متحده افغانستان یې باور لاره.
ولسمشر غني هغه یو حلیم،خیرخوا ولسي او ملي شخصیت بللی چې په وینا یې په یو متحده افغانستان یې باور لاره.

د افغانستان جمهوري ریاست تائيد کړه چې په اقتصادي او د سوداګرۍ پراختیا او فقر کمولو په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړي استازي محمد یوسف غضنفر د کرونا ناروغۍ لرلو له امله ساه ورکړه.

له ارګ څخه په دې اړه د غمشریکۍ په خپار شوي پیغام کې ولسمشر غني د محمد یوسف غضنفر مړینه د هیواد او نظام لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

تیره شپه د جولای ۳(چنګاښ۱۳) د محمد یوسف غضنفر د مړینې خبر ورکړل شو چې د کرونا ناروغۍ له امله یې ساه ورکړې ده.

ولسمشر غني هغه یو حلیم،خیرخوا ولسي او ملي شخصیت بللی چې په وینا یې په یو متحده افغانستان یې باور لاره.

ښاغلي غني د هغه مړینه یوه لویه ضایعه بللې ده:"ارواښاد د افغانستان د ابادۍ او له بېوزلو او اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره جدي کارونه پیل کړي وو او ویاړم چې یو دغه ډول رښتینی او د خلکو خدمتګار شخصیت مې نږدې همکار و."

ولسمشر غني د محمد یوسف غضنفر د جنازې او فاتحې د ځانګړو دولتي مراسمو ترسره کولو په موخه د خپل د فتر د مشر شاکرکاګر په مشرۍ یو کمېسیون هم ټاکلی دی.

ارګ وايي، د دې کمېسیون په ترکیب کې، د ملي دفاع، کورنيو چارو، ارشاد، حج او اوقافو، اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو او همداراز د ملي امنیت شورا دفتر، د ملي امنیت عمومي ریاست، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست استازي شامل دي.

کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د هغه د جنازې او فاتحې د ځانګړو دولتي مراسمو ترسره کولو په موخه هر اړخیز تدابیر ونیسي.

محمد یوسف غضنفر په۱۳۴۴ کال کې زېږېدلی و، د افغانستان یو له پيژندل شوو سوداګرو څخه و، هغه د ولسي جرګې په پنځلسمه تقنیني دوره کې د بلخ د خلکو استازی و او په افغانستان کې د ازبک قوم له مشهورو څېرو څخه و.

هغه په تیرو ولسمشریزو ټاکنو د ولسمشر غني له ملاتړ کوونکو څخه و.

ولسمشر غني د لوړې مراسمو له تر سره کېدو وروسته هغه د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او فقر سره د مبارزې په برخه کې د خپل ځانګړي استازي په توګه اعلان کړ.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له رامنځته کېدو څخه بیا تر دامهاله دا لومړی لوړپوړی چارواکو دی چې د یاد ویروس له امله ساه ورکوي.

د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په ګډون ګڼو حکومت مشرانو او سیاسي څېرو د هغه پر مړینې خواشیني ښودلې ده.

د وروستیو شمېرو پر اساس په افغانستان کې تر دا مهاله ۳۲۳۲۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۸۱۹ نور مړه شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې رامنځته شوو چې وروسته په ډيري چټکۍ سره نورې نړۍ ته خپور شوو.

XS
SM
MD
LG