د لاس رسي وړ اتصالات

یوټیوب د روسیې د پارلماني چینل خپرونې بندې کړې


یوټیوب د روسیې د پارلمان د ولسي جرګې د تلویزیوني چینل خپرونې بندې کړې او پدې کار سره یې د روسي چارواکو غوسه پارړلې چې وایي په غبرګون کې به د نړۍ پر دغه سترې او مشهورې رسنۍ بندیزونه ولګول شي.

د شنبې په ورځ پر یوټیوب باندې په یو خپور شوي پیغام کې ویل شوي چې د روسیې «د پارلمان [دوما] چینل د یوټیوب د خدماتو د مقرراتو څخه د سرغړونې په خاطر تړل شوی» دی.

یوټیوب د الفابیټ کمپنۍ مالکیت دی د روسیې د ارتباطاتو د تنطیموونکې (روسکوماندزور) تر فشار لاندې دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د تیلګرام په یو پیغام کې ویلي دي «د شکل له اړخه، یوټیوب پخپله یو خبرداری لاس لیک کړی. د موادو ذخیره کول او په روسي پلتفورم کې خپرول. او چټک اقدام کول.»

د روسیې د ارتباطاتو تنطیموونکې ادارې له ګوګل شرکت څخه غوښتي چې د دوما [پارلمان] چینل سمدستي فعال کړي. دغې ادارې ویلي چې «د معلوماتي تکنالوژۍ امریکایي کمپنۍ په معلوماتي جګړه کې د روسیې ضد موقف خپل کړی چې د لودیدیځ له لورې زمونږ د هیواد پر ضد پیل شوی.»

د ګوګل کمپنۍ پدې هکله د تبصرې لپاره د رویترز اژانس غوښتنې ته سمدستي ځواب ندبی ویلی.

د روسیې د پارلمان رئیس ویچسلاو وولودین، وویل چې د یوټیوب دا حرکت د واشنګټن له لورې د حقونو او ازادۍ څخه د سرغړونې یو بل ثبوت دی: «متحده ایالات غواړي چې د معلوماتو ترویجول انحصاري کړي، مونږ به ددې کار اجازه ورنکړو.»

روسیې همدا اوس ټویټر، د میټا شرکت رسنیو فیسبوک، انستاګرام ته لاسرسی محدود کړی دی. روسيې دمخه هڅه کړې وه چې د تیلګرام اپلکیشن بند کړي خو په ۲۰۲۰ کې یې بندیز لرې کړ. زیات شمیر روسي چارواکي ددغه اپلکیشن نه د پیغامونو د استولو لپاره استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG