د لاس رسي وړ اتصالات

۲۳کلن امریکایي د ۵۴میلیون ډالرو په عاید د ۲۰۲۱ د یوټیوب ډیر عاید کوونکی شو


د فوربس مجلې د ۲۰۲۱ کال د یوټیوب د ډیر عاید ترلاسه کوونکو یو تازه یو لست خپور کړی چې په کې ۲۳کلن مستربیسټ، په لومړي مقام کې راغلی.

د فوربس مجله چې هر کال د ۳۰کالو لاندې عمر لرونکي ځوانان معرفي کوي چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د نوښتونو او کار ایجادولو له لارې لاسته راوړنې لري او په ټولنه کې د پام وړ بدلونونه راولي، دا ځل یې په یوټیوب کې د ترټولو زیات عاید ترلاسه کوونکي ځوانان په ګوته کړي.

جیمي ډونالډسن چې د مستربسټ(Mrbeast) په مستعار نوم د یوتیوب چینل لري، په ۲۰۲۱ کال کې یې شاوخوا ۵۴ میلیون ډالر ددې لارې عاید کړی چې دا د یوټیوب د تاسیس راهیسې د یو کس تر ټولو ستر عاید دی.

تیر کال دغه مقام اته کلن راین کجي د Ryan's World یوټیوب چینل لرونکي د ۲۲.۹ میلیون مشترکینو او ۲۶ میلیون ډالرو په عاید سره ترلاسه کړی ړ، سږکال هغه په اومه درجه کې راغلی دی.

د مستربسټ ویدیوګانو په ۲۰۲۱ کې شاوخوا ۱۰ میلیارډ لیدونکي درلودل چې دا شمیره د تیر کال په پرتله دوه چنده ده.

جیمي ډونالډسن حیرانوونکې او ډارونکې ویدیوګانې برابروي او د همدې وجې د یوتیوب کاروني هغه ډیره خوښوي. د مثال په توګه تیر کال هغه شاوخوا ۵۰ ساعته په یو قبر کې تیر کړل او یا هم یو څوک چې وغواړي د حمال په تب کې د مارانو سره کښیني ۱۰ زره ډالر وړاندیز کوي.

د فوربس مجلې په لست کې سوک وهونکی جیک پاول، دوهم شوی دی. هغه چې په ۲۰۱۸ کې شاوخوا ۲۱.۵ میلیون ډالر عاید درلود سږکال یې له دوو چندو زیات ۴۵ میلیون ډالر ترلاسه کړي. هغه اکثر د خپلو سیالیو ویدیوګانې خپروي سږکال یې د مختلط رزمي ورزش(MMA) درې مسابقې کړي او ټولې یې ګټلي دي.

دریم مقام مارکپلیر په ۲۰۲۱ کې د ۳۸ میلیون ډالرو په عاید سره ترلاسه کړی. هغه ۳۱ میلیون مشترکین لري او په پیل کې یې د وحشتناکو لوبو په ثبتولو لکه Five night at Freddy’s ، د وحشتناکې فیتزا پلورولو په اړه په یوې لوبې خپل کار پیل کړ. خو په ۲۰۲۱ کال کې د سریالونو په جوړولو سره یې هڅه وکړه چې ځان د یو تلویزیوني ستوري په توګه معرفي کړي.

په نورو درجه بندیو کې یو د بل پسې ریټ اینډ لینک (Rhett and Link) د ۳۰ میلیون ډالرو په عاید، انسپیکبل (Unspeakable) د ۲۸.۵ میلیون عاید، نستیا (Nastya) د ۲۸ میلیون ډالرو، راین کجي (Rayn Kaji) د ۲۷ میلیون او ډوډ پرفکټ (Dude Perfect ) د ۲۰ میلیون ډالرو په عاید سره درج شوي دي.

په مجموعي توګه یوتیوب کارونکو په ۲۰۲۱ کې ۳۰۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي چې د تیر کال په پرتله په سلو کې ۴۰ زیاتوالی ښي.

خلک اوس تر بل هر وخت زیات په یوتیوب کې حضور لري او دغه ټولنیزه رسنۍ اوس نژدې دوه میلیارد کارونکي لري چې په تیرو پنځو کې کې ۴۰ فیصده زیاتوالی په ګوته کوي.

XS
SM
MD
LG