د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار – کابل د لارې د امنیت په اړه د زابل د ولایتي شورا د غړو اندیښنې


د کندهار – کابل د لارېتر ۱۷۰ کیلو میترو څخه زیاته برخه له زابل ولایت څخه تیریږي.
د کندهار – کابل د لارېتر ۱۷۰ کیلو میترو څخه زیاته برخه له زابل ولایت څخه تیریږي.

د زابل ولایتي شورا غړي وایي، د دې ولایت په مرکزي برخو کې د د ولت وسله والو مخالفینو پراخ حضور پیدا کړی، چې د کابل – کندهار لارې د ناامنه کولو د ترافیکو پر مخ د تړلو هڅې یې هم پیل کړي دي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې تر بل هر وخت زیات د کابل – کندهار د لويې لارې د امنیت په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي، چې که پدې برخه کې افغان حکومت پاملرنه ونه کړي ممکن دا لار امنیتي ځواکونو ته په یو لوی ګواښ بدله شي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان وایی چې د دولت وسله والو مخالفینو له غزني، ارزګان او هلمند ولایتونو څخه خپل جنګیالي د کلات په مرکزي برخو کې ځای پر ځای کړي او غواړي چې د افغانستان مرکزي برخو ته د خپلو امکاناتو د انتقال لپاره دا لار یو ځل بیا د ترافیکو پرمخ وتړي.

دې زیاته وي چې د دولت د وسله والو مخالفینو د حضور له کبله له ځینو کلیوالي سیمو څخه ځايي خلک هم بېځایه شوي دي.

ښاغلي حقبیان وويل"زموږ عام خلک د دې ګواښ له کبله له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي دلته د امنیتي ادارو ترمنځ د پام وړ همږغي نشته، وسله والو طالبانو درنې وسلې د کلات ښار په ۶ او ۸ کیلو میترۍ کې ځای پر ځای کړی او له نورو ولایتونو يې خپل جنیګالي را ټول کړي که دې ته پام ونشي ممکن لوی ګواښ لاري ته پېښ کړي".

د کندهار – کابل د لارې تر ۱۷۰ کیلو میترو څخه زیاته برخه له زابل ولایت څخه تیریږي چې کابل له جنوب، جنوب غربي او غربي لسو ولایتونو سره نښلوي.

دا لویه لار په تیر یوه کال کې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا دوه ځله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه .

خو د افغان پوځ چارواکي وايي چې دوی پر دغه لویه لاره کوم جدي ګواښ نه ویني او د امنیت په برخه کې يې خاص پلانونه هم ترتیب کړي دي.

په زابل کې د ملي پوځ دوهمې لوا قومندان برید جنرال صدیق الله صابري سره له دې چې ځني ګواښونه مني خو وايي چې افغان دفاعي ځواکونه د هر ډول ګواښ لمنځه وړلو ته تیاری لري.

نوموړي له امریکاغږ اشنا رادیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د کابل – کندهار او د دې ولایت د مرکز او ولایتونو تر منځ د لارو پر سر امنیتي سرتیري موجود دي او دوی کوم جدي ګواښ نه ويني.

جنرال صابري وويل"زموږ امنیتي ځواکونه پر حالت حاکمیت لري او لارې هم د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي زه د زابل اوسیدونکو ته ډاډ ور کوم چې ستاسې سرتیري د امنیت په ساتلو کې بریالي دي".

د زابل په ګاونډ کې د کندهار – ارزګان لویه لار له تیر یوه کال راهیسې له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG