د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حقبیان وايي چي د زابل د خاک افغان په ولسوالۍ کې د سیالو وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړې کې عامو خلګو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلي حقبیان وايي چې د طالبانو ترمنځ د زابل په جګړو کې پاکستانیان هم وو چې د ملا اختر محمد منصور په طرفداري یې جګړه کوله.
د امریکا غږ سره په مرکې کې د زابل د ولایتي شورا رئیس په زابل کې د داعش د حضور او د کابل - کندهار د لویې لارې په اړه هم څرګندونې کړې دي.
د ښاغلي حقبیان سره د عزیزالله پوپل مرکه دلته اوریدلی شئ: