د لاس رسي وړ اتصالات

زاخیلوال -- د یو شمیر هیوادونو فعالیتونه او مرستې د هغوی د ځواکونو په شتون پورې اړه لري


د افغانستان د مالیې وزیر عمر زاخیلوال چې د پرمختیا او ستونزو د ارزونې په مقصد ېې د حکومتي ادارو دېوې غونډې مشري کوله وویل،

د یو شمیر هیوادونو فعالیتونه او مرستې د هغوی د ځواکونو په شتون پورې اړه لري.

هغه وویل ددې غونډې هدف د ښه حکومت کولو او د توکیو کنفرانس ته د تیاری نیولو په اړه بحث دی.

په دې غونډه کې چې د ټولو حکومتي ادارو استازېو پکې برخه اخیستې وه، ښاغلی زاخیلوال وویل هغه سند چې د توکیو په کنفرانس کې د مرستو د ترلاسه کولو په هدف جوړشوی و یواځې پرمختیایي چارې به په کې نه وي شاملې، بلکې د فساد پر ضد د مبارزې او ښه حکومت کولو لپاره به یو ښه پروگرام هم پکې جوړ شي چې نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي.

XS
SM
MD
LG