د لاس رسي وړ اتصالات

زاخیلوال: کرزي ولسمشر غني ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ


پخوانی ولسمشر حامد کرزی په ارگ کې د ولسمشر غني سره د لیدنې کتنې په وخت.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی په ارگ کې د ولسمشر غني سره د لیدنې کتنې په وخت.

د افغانستان د ولسمشر د اقتصادي برخې ستر سلا کار عمر زاخیلوال وايي چې ولسمشر اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي پر یو لړ مسایلو باندې خپلمنځي اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړل.

دواړو مشرانو د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې سره ولیدل او پر هغو غلط فهمیو یې رڼا واچوله چې د ښاغلي زاخلیوال په خبره د یو شمیر مغرضینو له خوا پیدا شوې وې.

ډاکټر عمر زاخیلوال وايي چې دا لیدنه کتنه دده په هڅو او منځگړتوب شوې ده.
ډاکټر عمر زاخیلوال وايي چې دا لیدنه کتنه دده په هڅو او منځگړتوب شوې ده.

ښاغلي زاخیلوال هغه گونگسي او تبصرې بې بنسټه وگڼلې چې گواکې ښاغلی کرزی د حکومت د نسکورلو هڅې کوي. هغه وویل چې ښاغلي کرزي ولسمشر غني ته د خپل بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:10:14 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG