د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د خلیلزاد دنده پریښودل تائید کړل


زلمی خلیلزاد په خټه افغان دی او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سابقه لرونکی دیپلومات دی.
زلمی خلیلزاد په خټه افغان دی او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سابقه لرونکی دیپلومات دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تائید کړه چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد خپله دنده پریږدي.

د بهرنیو چارو وزیر وزیر انټوني بلنکین دوشنبې اکټوبر ۱۸ (تلي۲۶) په یوې اعلامیې کې د ښاغلي خلیلزاد د دندې د پریښودو د تائید تر څنګ ویلي چې "زه د امریکا ولس ته د هغه (خلیلزاد) د څو لسیزو خدمتونو په خاطر منندوی یم."

خلیلزاد پداسې حال کې خپله دنده پریږدي چې څه باندې دوه میاشتې کیږي طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی او د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونه هم د افغانستان نه وتلي دي.

ښاغلي بلنیکن په یوه لیک کې لیکلي چې د "طالبانو او د افغانستان د حکومت تر منځ سیاسي موافقه هغه شان چې تصور یې کیده، پر مخ ولاړه نشوه."

د بهرنیو چارو وزیر همدرانګه ویلي چې "دلایل خورا پیچلي دي" او پدې هکله به خپل نظر په راتلونکو ورځو یا اونیو کې شریک کړي.

په همدې حال کې زلمي خلیلزاد تیره میاشت په یوې مرکې کې ویلي و چې د طالبانو سره پدې سلا شوې وه چې کابل ته به نه ننوزي او د افغانستان د حکومت سره به د واک په لیږد خبرې اترې کوي.

خلیلزاد وایي دا موافقه ځکه ناکامه شوه چې د افغانستان مخکنی جمهور رئیس محمد اشرف غني د هیواد نه وتښتید او طالبانو ته فرصت په لاس ورغی چې کابل ته ننوزي.

خو جمهور رئیس محمد اشرف غني ته نږدې سرچینو بیا ویلي چې طالبانو پخپلو ژمنو عمل ندی کړی او پرته لدې چې حکومت ته خبر ورکړي، کابل ته ننوتي و.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې د امریکا دغه سابقه لرونکی دیپلومات به په بل کوم مقام کې وټاکل شي که نه.

انټوني بلنکین په اعلامیې کې ویلي چې د زلمي خلیلزاد پر ځای به تاماس ویسټ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرینو چارو د وزارت ځانګړی استازی وټاکل شي. ښاغلی ویسټ تر دې وړاندې د ښاغلي خلیلزاد مرستیال و.

د امریکا د پخواني جمهور رئیس براک اوباما په دورې کې چې جمهور رئیس بایډن یې مرستیال و، ښاغلي ویسټ د بایډن د ملي امنیت په ټیم او ملي امنیت په شورا کې دنده درلوده.

تاماس ویسټ به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د جنوبي او مرکزي آسیا د چارو دبیورو لپاره د بهرینو چارو د وزارت مرستیال سره همکاري کوي او په افغانستان کې د امریکا د ګټو په هکله به په کابل کې د امریکا د سفارت سره چې اوس د قطر په پایتخت دوحه کې دی ، د نږدې نه کار کوي.

زلمی خلیلزاد چې په خټه افغان او شاوخوا ۷۰ کاله عمر لري، د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په دورې کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل شو. هغه تر دې وړاندې په عراق او افغانستان کې د امریکا سفیر و.

خلیلزاد څه باندې ۱۸ میاشتې په دوحه کې د طالبانو د استازو سره خبرې اترې وکړلې او بالاخره یې د هغوي سره د سولې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکایي عسکر د افغانستان نه راووتل.

XS
SM
MD
LG