د لاس رسي وړ اتصالات

د خلیلزاد د سولې ماموریت شونی دی؟


۶۷ زلمی خلیلزاد په افغانستان کې او عراق کې د امریکا د سفیر په توګه هم دندې ترسره کړې دي
۶۷ زلمی خلیلزاد په افغانستان کې او عراق کې د امریکا د سفیر په توګه هم دندې ترسره کړې دي

زلمی خلیلزاد یوازې یو ماموریت لري - د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې تړون.

۶۷ کلن زلمي خلیلزاد یوار بیا د امریکا د حکومت لخوا په کار ګمارل شوی دی. دا ځلې ښاغلی خلیلزاد ته، د ځینو په اند، یو ناممکنه ماموریت ورکړل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ وویل " هغه ( زلمی خلیلزاد) به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره د بیا پخلاینې په هڅو کې مرسته کوي" او د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مشر چارواکی وي.

ښاغلي پمپیو همدغه راز زیاته کړه چې د ښاغلي خلیلزاد ټول تمرکز به دا وي چې "افغانان او طالبان" د بیا پخلاینې په بهیر کې ورګډ کړي.

آیا خلیلزاد به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د یوه سیاسي جوړجاړي په رامنځته کولو کې بریالی شي؟ که څه هم دا پوښتنه تر وخت دمخه ده، خو شننونکي یې په بیل-بیل ډول ارزوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا د برخې پخوانۍ مرستیاله رابین رافیل وايي چې د زلمي خلیلزاد ګمارنه په دې مانا ده چې امریکا د افغانستان د ستونزې په سیاسي حل کولو کې جدي ده.

هغې وویل "زه فکر کوم چې دا ډېر مهم دی، ځکه هرڅوک فکر کوي چې په افغانستان کې مسایل مخ په بدلېدو دي. په افغانستان کې ډېر (سیاسي) لوبغاړي شته او که سیاسي او نظامي برخوته یې پوره پام ونشي، په یوې بلې سوریې بدلېدی شي."

میرمن رابین چې په خپله هم له طالبانو سره د سولې په غیر رسمي مذاکراتو کې دخیله وه، وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې له طالبانو سره تماس نیولی دی او خلیلزاد دا تماسونه زیاتولی او قوي کولی شي.

هغې ان پي آر ته وویل "هغه یو مجرب شخص دی. هغه په سیمه کې سیاسي او فرهنګي مسایلو سره اشنا دی. هغه یو زیرک ډیپلومات دی".

په افغانستان کې د امریکا یو بل پخوانی سفیر رونالډ نیومن هم د ښاغلي خلیلزاد د ګمارنې له کبله خوشبین دی. خو شک ښيي چې له طالبانو سره معامله اسانه نه ده.

نوموړی ان پي آر ته وویل ښاغلی خلیلزاد د دې وړتیا لري چې ډېر مسایل حل کړي او "هغه یو ښه معامله ګر دی، خو زه فکر نکوم چې داسې کومه معامله دې وي چې هغه (خلیلزاد) دې یې وکړي."

ښاغلی نیومن وايي چې طالبان لا هم پر خپل دریځ کلک ولاړ دي چې له امریکا سره مخامخ خبرې کوي او تر څو چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي، دوی به جنګ کوي. هغه وايي افغانان باید په خپلو کې سره خبرې وکړي.

دا پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي چې افغان حکومت له قید او شرط پرته طالبانو ته د سولې د مذاکراتو وړاندیز کړی دی. افغان او امریکايي چارواکي وایي تر بل هر وخت اوس د سولې ډېره زمینه برابره شوې ده او ټېنګار کوي چې باید دا خبرې د افغان حکومت له لوري او د افغانانو په مشرۍ وشي.

څه موده مخکې زلمي خلیلزاد د سي ان ان سره په یوې مرکې کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر زیاتوالی ستایلی و او ویلي وو چې دا کار په هغه هېواد کې د لا نورو ورانکاریو او ویجاړیو مخه نیسي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي وو چې دې کار د اپیغام ورکړ چې تر هغه وخته چې ضرورت وي تاسو هلته پاتې کېږی.

۶۷ کلن زلمی خلیلزاد تر دې مخکې په ملګرو ملتونو، افغانستان او عراق کې د متحدو ایالتونو د سفیر په توګه دندې ترسره کړي دي. ښاغلی خلیلزاد د طالبانو د نظام له پرځولو وروسته په افغانستان کې د نوي حکومت په جوړولو کې مهم رول ولوبوه. هغه په افغانستان تقریبآ له ټولو سیاسي اړخونوسره تماسونه لري او یو اغیزناک شخص بلل کيږي.

هغه د پاکستان یو کلک منتقد بلل کیږي او تل یې پاکستان تورن کړی چې په افغانستان کې د روان په جنګ او تاوتریخوالي کې لاس لري. زلمی خلیلزاد د ډېرو پاکستاني سیاستوالو نه خوښیږي.

XS
SM
MD
LG