د لاس رسي وړ اتصالات

زلمي خلیلزاد له ملا عبدالغني برادر سره وکتل


خلیلزاد وايي چې دا یې لومړی ځل چې له ملا برادر سره یې ولیدل
خلیلزاد وايي چې دا یې لومړی ځل چې له ملا برادر سره یې ولیدل

د افغان سولې په اړه د امریکايي پلاوي‌ او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پنځمه غونډه سبا سه شنبه (فبروري۲۶) د قطر مرکز دوحه کې پیلېږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي چې نن دوشنبې (فبروري۲۵) قطر ته رسېدلی او د طالبانو د قطر دفتر له نوي مشر ملا عبدالغني برادر سره یې غرمنۍ ډوډۍ یو ځای خوړلې ده.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي "کاري غرمنۍ مو له ملابرادر سره پای ته ورسېده، لومړی ځل دی چې سره ومو لیدل، اوس نو د خبرو پر لور."

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې د قطر دولت لخوا دوی ته مېلمستیا شوې وه چې امریکايي پلاوې هم پکې ګډون کړی و.

نوموړي ویلي چې په دغه مېلمستیا کې د دواړو لورو ترمنځ پېژندګلوي شوې او رسمي خبرې به سیا سې شنبه پیل شي.

ښاغلي خلیلزاد په یو بل ټوېټ کې له قطر څخه د کوربتوب او له پاکستان څخه یې د طالبانو د سفر د برابرولو له کبله مننه کړې.

طالبانو تېره ورځ خبر ورکړ چې ملا عبدالغني برادر له پنځو نورو طالب چارواکو سره د قطر ته رسېدلی دی. دا په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ پنځمه غونډه ده چې تر سره کېږي.

ویل کېږي چې په دغه غونډه کې به ملا عبدالغني برادر هم ګډون وکړي. امریکايي پلاوي او طالبانو تر دې مخکې په نورو غونډو کې له افغانستان څخه امریکايي سرتېرو پر وتلو، اوربند او یو لړ نورو مسائلو خبرې کړي دي.

پر همدې مهال د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئيس نن تمه وښودل چې د قطر په خبرو کې د دواړو لورو ترمنځ د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پرېکړه وشي.

XS
SM
MD
LG