د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري: چین سره د تروریزم خلاف مبارزه کې مرسته کوو


زرداري: چین سره د تروریزم خلاف مبارزه کې مرسته کوو
زرداري: چین سره د تروریزم خلاف مبارزه کې مرسته کوو

د پاکستان جمهور ریس اصف علي زرداري ژمنه کړې چې پاکستان به د چین د ترورزم پر خلاف په مبارزه کې د چېن د حکومت سره پوره مرسته کوي.

ښاغلي زرداري دا اعلان نن په داسې حال کې وکړ چې د چین حکومت تېره میاشت ددغه هېواد په لویدیځه سیمه کې د یو لړ حملو پړه د هغو تندروانو پر غاړه وغورځوله چې ویل کیږي په پاکستان کې یې روزنه حاصله کړې وه.

د پاکستان جمهور ریس پرون د چین لویدیځ ولایت سینکیانګ ته ورسېده او هلته یې د چېن او یوروشیما په یوه صادراتي نندارتون کې د ګډون پر مهال سیاسي مشرانو ته وینا کوله.

د پاکستان جمهور ریس په خپله وینا کې پر دې هم زیات تاکید وکړ چې د سینکیانګ او پاکستان ترمنځ به د تجارتي لارې د پراخلو لپاره کار شروع شي.

تېره میاشت د چین دکاشغر په سېمه کې د تشدد په دوران کې ١٩ کسان ووژل شول . چېنی چارواکي تور لګوي چې په پاکستان کې دترکستان داسلامي غورځنګ جنګېالو ته په ېوه نظامي کمپ کې روزنه ورکړل شوې وه.

خو پاکستان په دغو حملو کې دهر ډول لاس درلودلو نه انکار کوي.

د ترکستان په اسلامي غورځنګ کې د چین هغه اقلیتونه شامل دي چې غواړي د یوغور د مسلمانانو لپاره په سینکیانګ کې یو جلا اسلامي دولت جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG