د لاس رسي وړ اتصالات

بلاول زرداري: مقاومت جبهه طالبانو ته هیڅ ګواښ نده، لوی تهدید داعش دی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغې ۲۹) د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې وویل چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د طالبانو لپاره هیڅ تهدید نده خو ټینګار یې وکړ چې داعش د یادې ډلې لپاره جدي تهدید ګڼل کیږي.

بلاول بوتو زرداري وویل:"د طالبانو په وړاندې هیڅ مقاومت چې د هغوی لپاره تهدید وي نشته."خو دغه پاکستاني چارواکي ټینګار وکړ چې د اسلامي دولت ډله یا داعش د طالبانو لپاره ستر تهدید ګڼل کیږي.

زرداري په داسې حال کې داعش د طالبانو د واکمنۍ په وړاندې ستر تهدید وباله چې د طالبانو د ډلې چارواکو تل ویلي داعش په افغانستان کې حضور نلري او که له هر ځایه سر پورته کړي، وبه ځپل شي.

په وروستي مورد کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د حضور په اړه د روسیې په مشرۍ د (ډله ییز امنیت تړون) د لوی درستیز څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې هڅوک باید افغانستان بدنامه نکړي.

د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت (CSTO) تړون د قواو لوی درستیز اناتولي سیدوروف د فبروري په ۱۴ نیټه په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د اسلامي دولت د ترهګرې ډلې ولایت خراسان - څانګې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی، چې تر ۴۰۰۰ پورې وسله وال یې دده په خبره د تاجکستان د پولې په اوږدو کې په بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

پر افغانستان له بیا واکمنیدو وروسته، طالبانو تل په ټول هیواد کې د امنیت د تامین خبره کړې ده خو په تیرو ۱۸ میاشتو کې د افغانستان مختلف ولایتونه د سختو او مرګونو بریدونو شاهدان وو.

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د داعش ترهګرې ډلې پر سفارتونو، جوماتونو، ښوونځیو او نورو عامه امکانو مرګونې بریدونه کړي چې پکې په سلګونه ملکي کسان مړه او ټپیان شوي دي. په دې موده کې د طالبانو ګزمې هم تر برید لاندې راغلي دي.

د «رواداري» په نوم یو سازمان څه وخت مخکې وویل چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې څخه نیولې د ۲۰۲۲ د نومبر تر میاشتې پورې ۶۳۳ ملکي کسان، پخواني پوځیان، د مقاومت جبهې غړي او د نورو ډلو غړي وژلي دي.

دې بنسټ د روانې میاشتې میلادي‌ میاشتې په پیل کې په خپل سر د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د ۱۹۷۶ کسانو د نیول کیدو خبر ورکړ.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې رامنځ ته شوی وضعیت او د طالبانو کړنې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو وتل بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي په دوو جلا ټویټونو کې په دې اړه غبرګون ښکاری کړی دی.

نوموړي ویلي" دیره عجیبه ده! په داسې حال کې چې د میرمنو ځپونکې او د انسانانو وژونکې ډله په پاکستان کې د اوسیدو فکر په سر کې لري، د یاد هیواد د دولت لپاره یوه سخت دریځه او تروریستي پدیده ده، خو د هماغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر چې په پاکستان کې د طالبانو (ټي ټي پي) د نوم د اوریدو تحمل هم نلري، د ترهګرۍ دلې له خوا د افغانستان اشغال قانوني بولي او د طالبانو د درواغو روایتونو په رابرسیره کولو سره هڅه کوي چې د داعش خطر راپورته کړي او د خلکو د مقاومت څخه واقعا انکار وکړي."

طالب چارواکو تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر ددغو څرګندونو په اړه تبصره نده کړې خو په تیر کې یې د داعش حضور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG