د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وایي کابل کې یې د داعش درې غړي وژلي دي


د طالبانو یو چارواکي د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۵) وویل چې د هغوی د استخباراتو ځواکونو په کابل کې د شپې له خوا په یو لړ عملیاتو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې درې غړي وژلي او یو بل یې نیولی دی.

د طالبانو د استخباراتو ویاند خلیل همراز ادعا کړې ده چې د دوشنبې شپې عملیات د کابل د کارتې نو په سیمه کې د استوګنې پر یو کور شوي دي. د همراز په وینا، کوم کسان چې په دغه کور کې اوسیدل د کابل وروستي بریدونه یې پلان کړي وو. داعش یا د اسلامي دولت ډلې تر اوسه د طالبانو ددې ادعا په اړه تبصره نده کړې.

پر افغانستان له بیا واکمنیدو وروسته، طالبانو تل په ټول هیواد کې د امنیت د تامین خبره کړې ده خو په تیرو ۱۸ میاشتو کې د افغانستان مختلف ولایتونه د سختو او مرګونو بریدونو شاهدان وو.

اسوشیټډ پرس د سیمې د یو اوسیدونکي هجران خان په حواله لیکلي چې" دا یو نه پيژندل شوی ځای وو ځکه ډیرو خلکو تګ راتګ ورته نه کاوه."

د هجران خان په وینا، کوم کسان چې دې ودانۍ ته تلل ځانونه یې نه ښکاره کول ځکه هغوی له ودانۍ څخه نه وتل. هغه زیاته کړه"خلک نه پوهیدل هغوی څوک وو او څه پلان یې درلود."

د متحدو ایالتونو په مشرۍ له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته، د داعش خراسان څانګې د کابل په ګډون د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی دی.

په دې بریدونو کې چې پر سفارتونو، جوماتونو، ښوونځیو او نورو عامه امکانو شوي په سلګونه ملکي کسان مړه او ټپیان شوي دي. په دې موده کې د طالبانو ګزمې هم تر برید لاندې راغلي دي.

د سیمې اوسیدونکو ویلي دي چې د کابل د کارتې نو سیمې په عملیاتو کې د څو چاودنو غږونه هم اوریدل شوي دي.

د سیمه ایزو طالب چارواکو په وینا، د طالب جنګیالیو او هغو کسانو ترمنځ چې په ودانۍ کې وو، د یو ساعت لپاره جګړه وشوه.

ددې خبر جزیات د اسوشیټد پرس له موادو اخیستل شوي دي

XS
SM
MD
LG