د لاس رسي وړ اتصالات

لیکوال او شاعر رهنورد زریاب مړ شو


د افغانستان لیکوال محمد اعظم رهنورد زریاب د ۷۶ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

ښاغلي رهنورد د څه مودې راپدېخوا په یوه روغتون کې بستر و .

د هغه همکار لطف الله نجفي زاده ویلي چې زریاب د کووید۱۹ په ناروغۍ اخته شوی و.

ښاغلی زریاب د څو کلونو راپدېخوا د لیکوالۍ ترڅنګ د طلوع په خصوصي تلویزیون کې هم کار کاوه.

محمد اعظم رهنورد زریاب په ۱۳۲۳ لمریز کال په کابل کې زېږېدلی و او لوړې زده کړې یې د لیسانس تر کچې دکابل په پوهنتون او ماسټري یې هم په همدې برخه کې د بریتانیا له ویلز پوهنتون څخه اخیستې وه.

ښاغلي زریاب د فلسفې، هنر، ټولنې پيژندې او روان شناسي برخه کې زیاته مطالعه لرله او د افغانستان ترڅنګ په تاجکستان او ایران کې هم مشهور و.

تر دا مهاله د افغانستان د دغه لیکوال زیاتې مقالې او داستانونه د هغه د خپلې مورنۍ ژبې ترڅنګ په روسي ژبه هم خپاره شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي زریاب مړینه د ادبیاتو او فرهنګ په برخه کې (یوه لویه) ضایعه بللې ده. ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي چې ښاغلي زریاب د خپل عمر زیاته برخه په لیکوالۍ تیره کړې وه.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د افغان لیکوال رهنورد زریاب پر مړینې خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې د ادب او فرهنګ برخه کې یوه لویه ضایعه بللې ده.

XS
SM
MD
LG