د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ په کیف کې سره وکتل
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ په کیف کې سره وکتل

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په خپله ورځنۍ وینا کې وویل چې هغه او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ کیف ته د ښاغلي بلینکن د یو نااعلان شوي سفر په ترڅ کې د یو تروریستي هیواد په توګه د روسیې د نومولو په ګډون په بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې.

ښاغلي زیلینسکي وویل: "قانوني واقعیت باید تل د حقیقي واقعیت سره مطابقت ولري. او دا یو حقیقت دی چې روسیه په نړۍ کې د تروریزم تر ټولو لویه سرچینه شوې ده،" هغه زیاته کړه، "نړۍ باید یو واضح سیګنال ترلاسه کړي چې د روسیې ترهګري به ونه بخښل شي."

همدارنګه په خپله ورځنۍ وینا کې، زیلینسکي وویل، "د سپتمبر د لومړۍ نیټې راهیسې زموږ تر یو زر مربع کیلومتره خاوره آزاده شوې ده." ښاغلي زیلینسکي زیاته کړه، «زه له هر هغه چا مننه کوم چې دا کار یې وکړ. زه د اوکراین د هر بیرغ لپاره چې پدې ورځو کې ځړول شوی د اردو، استخباراتو افسرانو او ځانګړو خدماتو څخه مننه کوم."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له ښاغلي زیلینسکي سره له کتنې وروسته په یوه بیان کې وویل: "د اوکراین د لومړۍ کرښې غیر معمولي مدافعین د خپل هیواد د ازادۍ لپاره په زړورتیا سره مبارزې ته دوام ورکوي." د متحده ایالاتو دغه لوړ پوړي دپلومات د ولسمشر جو بایډن ژمنه بیا تایید کړه چې د اوکراین ملاتړ به "تر هغه وخته پورې چې اړتیا وي" کوي.

په عین حال کې، متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په پام کې لري د اوکراین او ۱۸ نورو اروپایی هیوادونو سره چې د روسیې د تیري له ګواښ سره مخ دي ۲.۲ میلیارد ډالر اوږدمهاله نظامي مرسته وکړي او نور ۶۷۵ ملیون ډالر مستقیم د کیف حکومت ته د نوې دفاعي کڅوړې په توګه ورکوي چې د مسکو د یرغل په وړاندې مبارزه وکړي.

د رپوټونو له مخې ښاغلی بلینکن "د اوکراین د جمهوري ریاست ودانۍ ته د یو لړ تیاره تالارونو له لارې چې د شګو کڅوړې یې په کړکیو کې ایښودل شوې وې ننوت چې بالاخره د سرو زرو او کریسټال په فانوسونو سمبالې سپینې خونې ته ورسید."

ښاغلي زیلینسکي د متحده ایالاتو د "ستر ملاتړ" څخه مننه وکړه چې اوکراین ته یې لیږلی دی. هغه د بایډن او د متحده ایالاتو د کانګرس ستاینه وکړه چې د اوکراین سره یې مرسته وکړه چې "زموږ خاوره او ځمکه بیرته ترلاسه شي."

په عمومي توګه، د تیر کال د جنورۍ راهیسې چې ښاغلي بایډن واکمن شوی د متحده ایالاتو په دې نویو مرستوړ سره به د اوکراین اړوند مرستو کچه ۱۵.۲ میلیارد ډالرو ته ورسي. د ۶۷۵ ملیون ډالرو په پوځي مرستو کې درنې وسلې، مهمات او زغره وال موټر شامل دي.

له بلې خوا په نيويارک کې روسيې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډه رابللې وه او پر لوېديځ يې نيوکه وکړه چې اوکراين ته يې د پوځي ملاتړ په لېږلو سره د روسیې د استازي په وینا دا شخړه په نیابتي جګړې بدله شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزیا ادعا وکړه چې "ناټو اساسا په خپل لاس کیف ته د جګړې په تیاتر کې لارښوونه کوي."

هغه وویل دا "خالي خیالونه" دي چې لویدیځې وسلې به د جګړې په ډګر کې اوکراین ته بریا راوړي.

په ملګرو ملتونو کې د واشنګټن استازي ریچارد میلز وویل چې مسکو د دې وړاندیز کوي چې هیوادونه باید څنډې ته شي چې دا هیواد د ملګرو ملتونو د یو بل غړي هیواد د مینځه وړلو لټه کوي.

هغه زیاته کړه، "متحده ایالات ژمن دي چې د اوکراین د خلکو ملاتړ وکړي چې د خپل ژوند، ازادۍ او ډیموکراسۍ دفاع کوي. موږ دا ملاتړ نه پټوو."

سفیر ریچارډ میلز وویل: "اوکراين او د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه د خپل ځان د دفاع حق لري، او موږ به له اوکراين سره خپل ملاتړ يوازې له دې امله بند نه کړو، چې روسيه په دې خفه ده، د رژيم د بدلون پلن شوې هڅې یې نتیجې ته نه دي رسېدلي."

XS
SM
MD
LG