د لاس رسي وړ اتصالات

زمبابوې ۱۷ کاله وروسته د هیواد نه بهر د ټیسټ لوبه وګټله


زمبابوې په ۱۹۹۲ کال کې د کرکټ د نړیوال شورا بشپړ غړی شو.
زمبابوې په ۱۹۹۲ کال کې د کرکټ د نړیوال شورا بشپړ غړی شو.

د زمبابوې د کرکټ ملي لوبډله چې شاوخوا شپږ ویشت کاله کیږي د ټیسټ لوبې کوي تر اوسه یې د ټیسټ ۱۰۲ لوبې کړي او یوازې ۱۱ یې ګټلي دي.

د زمبابوې لوبډلې اکثریت لوبې دننه په هیواد کې ګټلي یا یې مساوي کړیدي او یوازې درې لوبې یې په نورو هیوادونو کې ګټلي دي.

زمبابوې خپله د ټیسټ لومړنۍ لوبه د هند سره کړې چې مساوې شوې وه. دا د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل و چې یو هیواد خپله د ټیسټ لومړنۍ لوبه مساوي کوي.

د زمبابوې لوبډلې د هیواد نه بهر یوازې د ټیسټ درې لوبې ګټلي دي چې دوه یې د بنګله دیش او یوه یې د پاکستان سره وه. دې لوبډلې د هیواد نه بهر د ټیسټ لومړنۍ لوبه چې ګټلې وه په ۱۹۹۵ کال کې د پاکستان سره وه.

زمبابوې خپله د ټیسټ وروستۍ لوبه ټیک اولس کاله وړاندې د بنګله دیش نه په بنګله دیش کې ګټلې وه او دا کار یې پرون د دوشنبې په ورځ (نومبر پنځمه ۲۰۱۸) یو ځل بیا وکړ. زمبابوې پخپل لومړني نوبت کې ۲۸۲ او په دویم نوبت ۱۸۱ منډې وکړلې. د بنګله لوبډلې بیا پخپل لومړني نوبت کې ۱۴۳ او په دویم کې ۱۶۹ منډې وکړلې او پدې سره یې دا لوبه د ۱۵۱ منډو په توپیر په زمبابوې وبایلله.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG