په زمبابوي کې خلک نه پوهیږي چې څه روان دي. جمهور رئيس موګابي چې تقریباً څلویښت کاله کیده، د هیواد چارې یې په لاس کې وي، ناڅاپه یې خپل مرستیال برطرفه کړل او غوښتل یې چې خپله میرمن د هغه نه وروسته د زمبابوي جمهور رئیسه کړي. خو پوځ د سه شنبې په ورځ هغه ونیوه او پخپل کور کې یې نظر بند کړ.
په زمبابوي کې چار شنبې په ورځ داسې څه وشول چې هیچا یې تمه نه درلوده. دې هیواد په ۱۹۸۰ کې خپلواکي واخیسته. خو پدې تیرو لسو کالونو کې د خلکو د ژوندانه چارې خرابې شوې، اقتصاد یې ګډوډ شو، روغتیایي نظام یې هم ټوټه ټوټه دی ، انتخابات یې بې باوره شول او د زیربناوو د رغولو لپاره ژمنې کیږي خو پوره کیږي نه.
خلکو د حالاتو د بدلون لپاره مظاهرې وکړلې خو نتیجه یې ورنکړله، د خبریالانو خولې وتړل شوې او د نیم ملیون نه زیاتو خلکو په ګاونډي هیواد جنوبي افریقا کې سیاسي پناوې اخیستې دي.
خو پدې ټولو ګډوډیو کې هیڅ داسې نه ښکاریده چې یو ورځ به څوک د رابرټ موګابې واکدارۍ ته ستونزې پیدا کړي. هغه د خپلواکۍ اخیستو نه وروسته د زمبابوې یوازینی رهبر دی.
رابرټ موګابي چې عمر یې شاوخوا درې نوي کاله دی، یو دم یې خپل مرستیال برطرفه کړ او داسې یې وښوده چې غواړي میرمن یې ګریس موګابي چې د خلکو په منځ کې محبوبیت نلري، راتلونکې جمهور رئیسه وټاکي.
د زمبابوې د وسله وال پوځ لوی درستیز خبرداری ورکړ و چې که جمهور رئيس موګابې د واکمن ګوند کمروزې کیدو ته همداسې دوام ورکړی، پوځ به مداخله وکړي او د سه شنبې په سهار همداسې وشول.
د نړیوال بحران په ګروپ کې د سیاسي چارو کارپوه پیرز پیګو پدې هکله امریکا غږ ته وویل چې " پدې تیرو څو ورځو کې حالات یو څه زیات جدي شول او پوځ وویل چې مداخله به کوي. ځینو خلکو داسې ګمان کاوه چې پوځ ښایي دا کار ونکړي او یا دا چې ښاغلی موګابې به وکړی شي حالات کنترول کړي خو داسې ونشول او پوځ بالاخره مداخله وکړله."
د سه شنبې د ورځې په سهار معلومه شوه چې د پوځ مشر جنرال کونسټانټینو چوینګا ټوکې نکولې. په همدې سهار په پایتخت هرارې کې پوځي ټانکونه ولیدل شول او د چارشنبې په ورځ عسکر د دولتي تلویزیون ودانۍ ته ننوتل. د پوځ ویاند تورن جنرال ایس بي مویو د حالاتو په هکله د پوځ اعلامیه ولستوله.
" رابرت ګبریل موګابې او کورنۍ یې خوندي دي او په سمه توګه یې امنیت ساتل کیږي. زمونږ هدف یوازې د هغه په خوا کې مجرمین دي چې جرمونه کوي او هیواد ته په اقتصادي او ټولنیز لحاظ تاوان رسوي. مونږ غواړو چې د هغوي سره حساب کتاب وشي. "
په ټولنیزو رسنیو کې بیا حالات بل ډول ښکاري. د زمبابوې واکمن ګوند اعلان کړی چې د جمهور رئیس مرستیال منانګاوا به بیرته هیواد ته ستون شي او د اساسي قانون له مخې به د ملک چارې په لاس کې واخلي خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وایي چې یوازې د رهبریت په بدلیدو د زمبابوې ستونزه نه حل کیږي.