۱۹۹ خبریالان په بیلابیلو هیوادونو کې بندیان دي

مصر کې ګڼ شمیر خبریالان د ملي امنیت د خوندیتوب په پلمه بند ته اچول شوي دي

د ژورنالیستانو د مصؤنیت ټولنه وایي وایي چې په نړۍ کې د ټولو نه زیات خبریالان په چین کې بندیان دي. دغې ټولنې په یوه راپور کې چې نن یې خپور کړی، ویلي دي " په چین کې همدا اوس 49 تنه خبریالان بندیان دي. "

تیر کال هم د ټولو نه زیات خبریالان په چین کې بندیان و.

د خبریالانو د مصؤنیت ټولنې همدارنګه پخپل راپور کې ویلي چې "د تیرو دریو کالونو په پرتله، په نړۍ کې د خبریالانو د بندي کیدو پیښې کمې شوي دي خو په ترکیه او مصر کې بیا سږکال زیات شمیر خبریالان بندیان شویدي. "

هغه لس هیوادونه چې سږ کال د خبریالانو د بندي کولو په اساس د نړۍ تر ټولو سخت دریځه هیوادنه بلل شوي ایران، ایریتریا، ایتوپیا، آزربایجان، سعودي عرب، سوریه او ویتنام دي.

د خبریالانو د مصؤنیت د ټولنې د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې 199 خبریالان د روان کال د ډیسمبر د میاشتې تر لومړۍ نیټې بندیان وو.

د ژورنالیستانو د مصؤنیت د ټولنې اجرائیوي مشر جویل سیمان وایي " د هغو حکومتونو کړنې باید وغندل شي چې د خلکو خولي تړي او د خبریالانو په بندي کولو سره خپلې ناوړه کړنې پټوي. "

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې سږکال په مصر کې 23 تنه خبریالان بندیان دي چې پروسږکال دغه شمیر دولس تنه و.

په اکثرو بندي شویو خبریالانو دا تور دی چی د دولتونو په خلاف خبرې یې کړیدي. د بیلګې په توګه د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې خبریال جیسن رضایان چې شاوخوا پنځه سوه ورځې کیږي، په ایران کې بندي دی، د جاسوسۍ تور پرې لګیدلی.

د خبریالانو د مصؤنیت د ټولنې په راپور کې هغه خبریالان ندي شامل چې بدمعاشانو او یا وسله والو ډلو تښتولي دي. د دې ټولنې د معلوماتو له مخې یوازې په منځني ختیځ او د افریقا په شمالي هیوادونو کې لږ تر لږه څلویښت خبریالان ورک دي. داسې ګمان کیږی چې دا خبریالان به د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې په شمول کومې ډلې تښتولي وي او د هغوي سره بندیان دي.