افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړه

Afghanistan cricket team vs Zimbabwe

د افغانستان کرکټ ملي ټیم چې دا وخت د زمبابوې په سفر دی او د پینځو یو ورځنیو سیالیو لومړۍ سیالي نن په هرارې کې ترسره کړه. د ورځې په پای کې د باران وریدو له کبله لوبه نامکمله پای ته ورسیده ، خو د کرکټ قانون چې ډک ورت لویس په نوم یادیږي ،افغانستان ته د ١٢ منډو په توپیر د بري امتیاز ورکړ.

لوبې بچه یا ټاس افغانستان وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په پنځوسم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢١٥ منډې وکړې.

د زمبابوې په نوبت کې د باران ورېدو له کبله لوبه څه مودې لپاره وځنډېده، تردې مهال زمبابوې لوبډلې په ۲۷.۲ اورنو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۹ منډې کړې وې.

د لوبغالي لوندوالي له کبله لوبه تکمیل نشوه، دا چې د زمبابوې ټیم د لوبې په پرتله افغانستان مندې زیاتې وې ، نو د کرکټ قانون له مخې لوبه د افغانستان په ګټه اعلان شوه.

کپتان اصغرستانکزي ټولو نه غوره لوبه وکړه او پنځوس منډې ېې جوړې کړې

په توپوهنه کې کپتان اصغر ستانکزی ۵۰، نورعلي ځدراڼ ۳۹، راشد خان ۳۲، رحمت شاه ۳۱ او حشمت الله شهیدي ۲۱ تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

په توپ اچونه کې، امیر حمزه، محمد نبي، راشد او ګلبدین یویو لوبغاړي وسوځوه.

تېرکال هم د افغانستان او زمبابوې ترمنځ پنځه یوه ورځنۍ سیالۍ شوې وې چې درې افغانستان او دوې زمبابوې ګټلې وې.

زمبابوې له تېر ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو راهیسې ۳۶ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي چې ۹ یې ګټلې او ۲۴ نور یې باېللې دي.

راتلونکې لوبه د فروري په نولسمه په همدې میدان ترسره کیږي.