پاکستان چې د امریکا متحد و، اوس یې چین او روسیې ته مخه کړې

پاکستان چې د ټرورزم په ضد په جگړې کې د امریکا متحد و، د واشنگټن د هغه تورونو نه وروسته چې پاکستان د ترهگرو پناهځای دی، کوښښ کوي چې د روسیې او چین سره خپلې اړېکې لا ښې کړې.

چین او روسیه چې د امریکا سره ښې اړېکې نه لرې ، د پاکستان او هند د خرابو اړیکو نه گټه پورته کول غواړې. په دی برسیره هغوې د دی نه هم گټه اخلې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ لا تر اوسه پورې د افغانستان په هکله خپله پالیسې نده اعلان کړې.

پاکستان د خپلو دریو گاونډې هیوادونو، افغانستان، هند او ایران سره خرابې اړېکې لري. د پاکستان حکومت د دی په ځاې چې د گاونډې ملکونو سره خپلې اړېکې سمې کړې، په ملک کې دننه د مذهب د سپکاوې د قوانینو په سختولو لاس پورې کړیدی چې دغه په ملک کې دننه د تشدد سبب گرځي.
کارپوهان وایي چې د نړۍ په ٦٠ هغو ترهگرو ډلو کې چې امریکا د ترهگرو په تور لسټ کې اچولي دي، دیارلس یې په پاکستان کې دي چې یې زیاتره د پاکستان په قبایلې سیمو کې فعالیتونه کوي.

د پاکستان په دغو ترهگرو ډلو کې د حقاني شبکه، لشکرجهنگوي، جیش محمد او جندالله شاملې دي.

د پاکستان حکومت د اسلامې دولت د ډلې د شتون رپورټونه ردوي خو په تیره کې د اسلامي دولت ډلې په پاکستان کې د یو شمیر حملو مسولیت په غاړه اخیستې دی.
د امریکا د کانگرس دوو تنو غړو د تیر کال د ستمبر په میاشت کې حکومت ته وړاندیز وکړ چې پاکستان دې د ترهگرو په لسټ کې شامل کړې، ځکه چې پاکستان نشې کولی په خپل ملک کې د ترهگروډلو په ضد اقدامات وکړي او په دی کې پاتې راغلی دی چې ترهگر ختم کړي.

د جمهوري غوښتونکې گوند غړي ډانا روهرابیکر په پاکستان تور ولگاو چې د ترهگرو ملاتړ کوي چې پکې د حقاني شبکه هم شامله ده. او دغه ډله په افغانستان کې په امریکایي او نړیوال ځواکونو حملې کوي.

ټرورزم پال ملک؟

افغانستان ته د امریکا پخواني سفیر ځلمي خلیلزاد امریکا غږ ته وویل چې پاکستان دی د ټرورزم پالونکي ملک په توگه وپیژندل شي.

هغه وویل "د حقاني شبکه چې د طالبانو او القاعدی متحده ډله ده، د پاکستان گوډاگۍ ده. که پاکستان د حقانې د شبکې په ضد اقدامات ونکړې نو امریکا ته پکار ده چې پخپله د دغو ډلو په ضد عملیات وکړي."

امریکا ته د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني د نیویارک ټائمز په ورځپانې کې یوه مقاله لیکلي چې وایي "د پاکستان لپاره دغه اتحاد ځکه مهم دی چې غواړي د هند په مقابل کې وسلې، اقتصادي او دپلوماتیکې مرستې راغونډې کړې."

حسین حقاني لیکی چې د بش د حکومت په وخت کې پاکستان ته ١٢.۴ ملیارده ډالره ورکړل شویدي او بیا وروسته د اوباما حکومت پاکستان ته ٢١ ملیارده ډالرې ورکړي. خو د امریکا دومره مرستو هم پاکستان دیته مجبوره نکړ چې د ترهگرو ملاتړ بند کړي. د ډونالډ ټرمپ حکومت ته پکار ده چې ( په پاکستان د فشار لپاره ) بله لاره ولټوي.

پاکستان په دغه ملک کې د مدرسو په ضد هم اقدامات نه کوي. په پاکستان کې په زرگونو مدرسې موجودي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پولې په سختدریځۍ کې د زیاتوالي سبب گرځي.


ځان مظلوم گڼل

پاکستان خپل داسې تصور ښیی چې گوندی دغه ملک د ټرورزم په ضد په جنگ کې د امریکا متحد دی او د ترهگرۍ ښکار شویدی.

د پاکستان د ملي امنیت کمیټې د جمعې په ورځ د یوې غونډې نه وروسته په خپله اعلامیه کې ولیکل "څومره چې پاکستان د ترهگرۍ په ضد په جنگ کې ځبل شویدی، د نړۍ بل کوم هیواد په دا ډول ندی ځبل شوی. مونږ د نړۍ او پاکستان د خوندیتوب لپاره ځاني او مالي تاوانونه گاللې دي."

د پاکستان د بهرنیو چارو د وارت ویاند نفیس ذکریا وویل چې په پاکستان دا تورونه لگول چې د حقاني شبکه پالي، بیخې بی بنیاده دي.


د هند نه د خطر احساس

پاکستان چې څه هم پالیسۍ جوړوي، علت یې د گاونډي ملک هند سره د پاکستان خرابې اړیکې دي.

پاکستان او هند د برطانیې نه د ازادۍ ترلاسه کولو نه وروسته دری لوی جنگونه کړیدي. اوس هم د کشمیر په مسله د دغو دواړو ملکونو اړیکې خرابې دي.

تیره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په پاکستان کې میشت د یو کشمیري د حزب المجاهدین ډلې د مشر سید صلاح الدین نوم د ترهگرو په لسټ کې هغه وخت شامل کړ چې د هند صدراعظم امریکا ته سفر کاوه.

پاکستان په امریکا تور ولگاوه چې د هند خوښه کوي. او وی ویل چې صلاح الدین ازادي غوښتونکی دی.

د پاکستان د افغانستان سره اړیکې د هغې نه وروسته زیاتې خرابې شوی چې په پاکستان کې ترهگرو حملې وکړې او پاکستان تور ولگاوه چې ترهگر د افغانستان نه په پاکستان کې فعالیتونه کوي.