د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: د حقاني او نورو تروریستي ډلو مرکزونه په پاکستان کې دي


افغان حکومت د کابل د تیرې می د میاشتې په ګډون د یو شمیر لویو تروریستي بریدونو پړه د حقاني په ډله اچوي
افغان حکومت د کابل د تیرې می د میاشتې په ګډون د یو شمیر لویو تروریستي بریدونو پړه د حقاني په ډله اچوي

ارګ، د افغان حکومت له کنټرول بهر سیمو کې د حقاني ډلې په ګډون د تروریستي ډلو د مرکزونو د شتون په هکله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې بې اساسه وبللې.

د افغانستان جمهوري ریاست، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د دې ادعا په هکله، چې د داعش، تحریک طالبان افغانستان، تحریک طالبان پاکستان، جمعیت الاحرار، القاعدې ډلې پاتشونې او نورې تروریستي ډلې د افغان حکومت له کنټرول څخه په بهر سیمو کې ځای په ځای شوي او فعالیت کوي، بې اساسه ادعا بللې او ویلي دي چې ټوله نړۍ په دې پوهیږي چې دا ډلې چیرته مرکزونه لري.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ ته وویل چې ټول په دې پوهیږي چې د پیښور شورا، د کویټې شورا، د میرانشاه شورا او حتی د کراچۍ شورا د پاکستان په خاوره کې د دغه هیواد پوځ په ملاتړ فعالیت کوي.

ښاغلي مینه پال وویل " نړۍ دې پایلې ته رسیدلې چې تروریستان د پاکستان څخه ملاتړ ترلاسه کوي او په دغه خاوره کې میشت دي او پاکستان باید د تروریستي ډلو پر وړاندې عملي او صادقانه عملیات وکړي ".

ښاغلي مینه پال وویل چې افغان حکومت سره چې کوم اسناد شته دا ښيي چې د حقاني ډله هم خپل ټول عملیات د پاکستان له خاورې د دغه هیواد د پوځ په ملاتړ ترسره کوي.

د افغان حکومت دغه چارواکي په پاکستان کې د حقاني ډلې په ګډون د افغان حکومت د وسله والو مخالفو ډلو د شتون په اړه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کړي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د تروریستي ټولو د تشکیلاتو د شتون څخه انکار کړی او ویلي دي چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له امله ټولې تروریستي ډلې له دغه هیواد څخه افغانستان ته تښتیدلي دي.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا په پاکستان کې د حقاني ډلې پر خلاف د اقداماتو په اړه د امریکایي سناتورانو د غوښتنې په هکله د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا په نورو باندې په افغانستان کې د ماتې د پړې د اچولو یوه هڅه ده.

ښاغلي ذکریا ویلي چې د تروریستانو پر خلاف د تبیض پرته عملیاتو په پایله کې تروریستان د تیښتې په حال کې دي او د هغوی تشکیلات له منځه تللي دي. هغه وایي "په پاکستان کې هیڅ تروریستي ډله تشکیلاتي حضور نه لري".

تیره اونۍ د سناتورجان مکین په مشرۍ د امریکایي سناتورانو یو پلاوي د اسلام اباد څخه د لیدنې وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له پاکستان څخه یې د حقاني ډلې پر خلاف د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت د کابل د تیرې می د میاشتې په ګډون د یو شمیر لویو تروریستي بریدونو پړه د حقاني په ډله اچوي او ادعا کوي چې د پاکستان د استخباراتو اداره هم دغې ډلې سره د بریدونو په تنظیمولو کې مرسته کوي. پاکستان دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

د افغانستان د چارو یو کارپوه د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، پاکستان دا ډول څرګندونې د امریکا له خوا د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې دغه هیواد ته د مرستو د بندیدو د مخنیوي لپاره کوي.

ښاغلي ځلاند، د افغان حکومت د ځینو چارواکو هغو څرګندونې چې په شمالي ولایتونو کې د افغان ځواکونو سره له شلو څخه د زیاتو تروریستي ډلو د جنګیدو په اړه کړي هم پاکستان ته د دغسې ادعاو د کولو لپاره د یو فرصت په توګه ویني.

XS
SM
MD
LG