د افغانستان په جګړو کې مرغان هم مهاجر شوي

په افغانستان کې د ۹۰ ډوله ژويو ژوند د خطر سره مخامخ دی

په افغانستان کې د تیرو څو لسیزو جګړو له کبله ډېر مرغان او الوتونکي د افغانستان له اراضۍ وتلي او نسل یې ورځ تر بلې په کمیدو دی.

د افغانستان حکومت د مرغانو ښکار بند کړې، خو په اکثره ولایتونو کې په غیر قانوني ډول د مختلفو مرغانو ښکار کیږي او حتی د حکومت مسؤلین پخپله د هغو مرغانو او حیواناتو ښکار کوي چې د قانون له مخې باید وساتل شي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې د معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې یو سل او شپږ دیرش(۱۳۶) ډوله وحشي ژوي دي چې نوي (۹۰) ډوله یې د له منځه تلو د خطر سره مخامخ دي.

د اشناتلویزیون خبریال ذبیح الله غازي په لغمان ولایت کې د ښکاریانو کاروبار او ورځني ژوند ته کتنه کړې. یو شمیر ښکاریانو ویلي پخوا به یې په غرونو او بانډو کې ښکار کاوه، خو اوس د نا امنۍ له کبله په هوارو سیمو کې ښکار ته ورځي.

اکثره ښکاریان د لغمان په ګمبیري سیمه کې د سیند او نهرونو به څڼډو کې د مرغانو ښکار ته ورځي خو وايي د پخوا په څیر ډیر مرغان سیمې ته ورځي.

Your browser doesn’t support HTML5

د مرغانو ښکار

د لسزوجګړو او هرج و مرج سربیره، وچکالۍ او زلزلو هم نه یوازی د افغانستان ولس اغیزمن کړې، بلکې د افغانستان طبعي چاپیریال یي هم ډیر زیانمن کړې دی. افغانستان یو وخت د ښکلي طبیعت او ژویو لرونکی هیواد و.