د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره د نیول شویو افغان ښځینه فعالانو په اړه لیدلي دي.
یوناما نن دوشنبه جنوري ۲۴ (سلواغه څلورمه) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې مېرمن لاینز له ښاغلي حقاني څخه غوښتي چې د هغو دوو نیول شویو ښځو د قضیې په اړه دې پلټنه وکړي چې د راپورونو په اساس تېره اونۍ له خپلو کورونو څخه تښتول شوې دي.
د یوناما مشرې همدغه راز له دغه طالب چارواکي څخه غوښتي چې د دغو فعالانو ازادي هم تضمین کړل شي.
In a meeting with Sirajuddin Haqqani in #Kabul today @moiafghanistan, UN envoy @DeborahLyonsUN urged the Taliban leadership to probe issue and secure the liberty of the missing Afghan women activists who were reportedly abducted from their homes last week. pic.twitter.com/0ETtrW6GVO
— UNAMA News (@UNAMAnews) January 24, 2022
تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل دوې هغه فعالانې دي چې تېره اونۍ یې په کابل کې د «اجباري حجاب» په ضد مظاهره کړې وه.
له دغې مظاهرې وروسته مېرمن پریاني په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدو خپره کړې او ادعا کوي چې طالبان یې کور ته ورغلې او غواړي په زوره یې له ځان سره بوځي، خو طالب چارواکو دا ادعا رد کړې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د دغو فعالانو نیول غندلي او د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
راپورونه وايي چې په ناروې کې د طالبانو سره په غونډه کې یوې فعالې هدا خاموش د دواړو نیول شویو افغان فعالانو تصویرونه پورته کړي وو او له طالبانو یې غوښتي چې دا مېرمنې دې سملاسې پرېښودل شي.
په همدې حال کې په ناروې کې یو شمېر افغانانو د طالبانو د دغه پلاويد سفر په ضد مظاهره هم کړې ده او د نیول شویو افغان ښځو پرېښودل یې غوښتي.
طالبان د تېر کال د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته داخل شول. دوی واک ته له بیا رسېدو وروسته خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه چې ټول یې نارینه دي او له یوې محدودې استثنا پرته یې ټولې ښځینه کارکوونکې په کورونوکې کېنولې او د نجونو لیسې او پوهنتونونه یې هم بند کړي.
نړیواله ټولنه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د نورو مسائیلو تر څنګ له هغوی دا هم غواړي چې د ښځو حقونو او تعلیم ته درناوی وکړي.