د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د هرات د چاودنې مسئولیت ومانه


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د داعش-خراسان ډلې ادعا وکړه چې د هرات په ولایت کې چاودنه دوې کړې ده.

دغې ډلې نن یکشنبه جنوري ۲۳ (سلواغه درېیمه) په تلګرام کې پیغام خپور کړی او ادعا کوي چې هدف یې وسله وال طالبان وو.

د تېرې ورځې په دغې چاودنې کې لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي دي. چاودنه په یو مسافر وړونکي موټر شوې وه.

په هرات کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندان مولوي انصاري د رویترز اژانس ته ویلي چې په پیښه کې نهه تنه ټپیان شوي هم دي.

دغه چاودنه د هرات ښار د ۱۲امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چې په عمومي توګه شیعه میشته ده شوې ده.
د هرات د ولایتي روغتون رئیس عارف جلالي فرانس پرس اژانس ته ویلي چې په وژل شویو کسانو کې «یې څلور ښځې دي».

د هرات یو بل روغتیایي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وویل چې چادونه د ماښام شاوخوا شپږ بجې په یو ټونس موټر کې شوې او زیاته یې کړه چې د دریو تنو ټپي شویو حالت خطرناک دی.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د داعش ډلې د یو شمېر لویو او کوچنیو بریدونو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG