امریکا طالبانو ته: که د نجونو ښوونځي خلاص نکړئ، نړۍ سره مو روابط نه ښه کیږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۳ (وري دریمه) په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو په غبرګون کې ویلي دي چې زده کړه بشري حق دی او امریکا د افغانستان له خلکو سره د کړیو ژمنو د نه عملي‌ کیدو په اړه د طالبانو پلمې نه مني.

د طالبانو حکومت ویلي وو چې په نوې ښوونیز کال کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي، خو اوس وایي "هر کله چې په دې اړه د شرعیت، افغاني فرهنګ او رسم او رواج سره برابره جامع طرحه جوړه شي، ښوونځي به د ټولو نجونو پر مخ پرانیستل شي."

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي:"که د طالبانو دا پریکړه فورا فسخه نشي، دا به د افغانستان خلکو، د اقتصادي ودي لپاره د هغه هیواد لید او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کیدو په برخه کې د طالبانو هیلو ته جدي زیان ورسوي."

نوموړي وویل په ټول افغانستان کې د لیسې په کچه نجونې له درسي ټولګیو راګرځول شوي او هغوی ته ویل شوي چې تر ثاني امر پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

ښاغلي بلینکن زیاته کړې:"موږ د افغان نجونو او د هغوی د کورنیو تر څنګ ولاړ یو."

بلخوا د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټامس ویسټ ویلي دي چې د طالبانو په دې پریکړه ډیر خپه شوی دی.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دا هغو تعهداتو سره "خیانت" دی چې طالبانو د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې طالبان باید له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کیدو په هدف د نجونو پر مخ د ښوونځیو ورونه خلاص کړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند او د خپرونو رئیس عزیز احمد رایان ویلي دي چې د نجونو ټول متوسطه او لیسه ښوونځي به تر ثاني امر پورې تړلي وي.

امریکایي سناتورې جین شاهین چې افغان میرمنو د حقونو ملاتړې ده د یوه ټویټ په کولو شدید غبرګون ښودلی او ویلي دي چې د یوه ښځینه سناتورې په توګه د طالبانو دا اقدام غندي.

هغې د یوې بیانې په خپرولو سره ویلي دي نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره ددې بې عدالتي او د افغان میرمنو د ازادیو او حقونو د دوامداره نقض په اړه حساب کتاب وکړي.

تر اوسه طالبان د نړۍ د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت ندي پيژندل شوي او اکثریت هیوادونه د نجونو او میرمنو سره د طالبانو د چلند، د پخوانیو پوځیانو او دولتي چارواکو سره د ناوړه رفتار او د بشري حقونو د نقض د تورونو له امله په رسمیت د طالبانو پيژندلو ته زړه ندی ښه کړی.

د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې وه، په خاص ډول میرمنې له کار کولو او زده کړو څخه بې برخې وې.