د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف افغان والدینو ته: خپل ماشومان د نوي تعلیمي کال پیل ته چمتو کړي


افغان زده کوونکي ماشومان
افغان زده کوونکي ماشومان

د ملګرو ملتونو ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال په را رسېدو سره له والدینو څخه غوښتي چې پر شرایطو ټول برابر ماشومان د ښوونځيو پیلولو ته چمتو کړي.

ټاکل شوې د نوي ۱۴۰۱ لمریز کال د ورې میاشتې په درېیمه نېټه په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شي.

یونیسف نن دوشنبه مارچ ۲۱(وري لومړۍ) په دې اړه په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د نوي تعلیمي کال د پیل څخه د مخه چې د روان کال د وري (حمل) میاشتې له دریمې سره سمون خوري، یونیسف له ټولو والدینو څخه په ټول افغانستان کې په درنښت هیله کوي چې د ښوونځي ټول عمر لرونکي کوچنیان د راتلونکي نوي تعلیمي کال د پیل لپاره چمتو او آماده کړي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د شاوخوا اوو میاشتو په تېرېدو سره تر شپږم ټولګي پورته ښځینه ښوونځي د نجونو پر مخ بند و.

خو د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان تیره پنجشنبه رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې راتلونکی لمریز کال به ټول ښوونځي د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي.

ښاغلي ریان زیاته کړه، "سږ کال به هیڅ ښوونځی تړلی نه وي او که کوم ښوونځی تړلی وي، دا د پوهنې د وزارت مسؤلیت دی چې پرانیزي یې".

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د طالبانو حکومت لخوا د نجونو او هلکانو پر مخ دښوونځيو پرانیستلو د اعلان هر کلی کړی دی.

انتونیو ګوتیریش تیره جمعه مارچ ۱۸ (کب ۲۷) د طالبانو د یاد اعلان هر کلی وکړ او ټینګار یې کړی چې دا باید تصویب او عملي شي.

طالبان د تیر کال د اګست په میاشت کې واک ته ورسیدل او سره لدې چې د واکمنۍ یې څه باندې ۶ میاشتې تیریږي تر اوسه د هغوي حکومت هیڅ یو هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

نجونو او میرمنو ته ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه ورکول د طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې یوه مهم غوښتنه ده.

XS
SM
MD
LG