د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش د طالبانو لخوا د نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانیستلو د پرېکړې هر کلی وکړ


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د طالبانو حکومت لخوا د نجونو او هلکانو پر مخ دښوونځيو پرانیستلو د اعلان هر کلی کړی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان پرون پنجشنبه رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې راتلوونکی لمریز کال به ټول ښوونځي د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش نن جمعه مارچ ۱۸ (کب ۲۷) د طالبانو د یاد اعلان هر کړی او ټینګار یې کړی چې دا باید تصویب او عملي شي.

نوموړي زیاته کړې:"زه د طالبانو لخوا د مارچ میاشتې پر ۲۲مه د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځيو بیا پرانیستلو لپاره د اعلان شوي پلان هر کلی کوم چې اوس باید تصویب او پلی شي."

ښاغلي ګوتیریش ټینګار کړی چې د نجونو او هلکانو پر مخ باید د زده کړو ټولې دروازې خلاصې وي، تر څو د خپل ظرفیت لوړ,ولو لپاره زده کړې وي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند له رویټرز خبري آژانس سره خبرو کې ويلي چې د نجونو او هلکانو ټولګي به بیل وي او نجونو ته به یوازیې ښځینه ښوونکې درس ورکوي.خو نوموړي زیاته کړې چې د هیواد په ځینو برخو کې چې ښوونکې نه وي، د پاخه عمر نارینه به اجازه ولري چې نجونو ته درس ورکړي.

ښاغلي ریان زیاته کړه، " سږ کال به هیڅ ښوونځی تړلی نه وي او که چیرته کوم ښوونځی تړلی وي، دا د پوهنې د وزارت مسؤلیت دی چې پرانیزي یې".

طالبان د تیر کال د اګست په میاشت کې واک ته ورسیدل او سره لدې چې د واکمنۍ یې څه باندې ۶ میاشتې تیریږي تر اوسه د هغوي حکومت هیڅ یو هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

نجونو او میرمنو ته ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه ورکول د طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې یوه مهم غوښتنه ده.

طالبان پداسې وخت کې د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو خبر ورکوي چې تازه ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپل ماموریت او د دې هیواد سره په رسمي توګه د خپلو اړیکو د برقرارۍ لپاره یو پریکړه لیک منظور کړ.

XS
SM
MD
LG