ملګري ملتونه ایران ته: د محکومو کسانو ګوتې مه پرې کوئ

Iran

ملګرو ملتونو نن چهارشنبه جون ۲۲ (چنګاښ لومړۍ) له ایران څخه وغوښتل چې د اتو محکومو زندانیانو د ګوتو د پرې کولو حکم دې نه عملي کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې ویاندې راوینا شمداساني وویل چې د دغو اتو محکومو کسانو له ډلې یې اووه د تهران په مرکزي زندان کې بندیان دي.

نوموړي وویل چې ملګري ملتونه د غلا په جرم د دغو اتو محکومو کسانو د ګوتو د پرې کولو په حکم «ډېر خواشینی دی» او له ایراني چارواکو غواړي چې دا حکم لغوه کړي.

نوموړې وویل چې د ایران له حکومت څخه یې غوښتي دي چې خپلې جنايي سزاګانې بدلې او د بشري حقونو د قانون مطابق دې د ګوتو پرې کولو، سنګسار او دورې وهلو سزا لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وايي چې ټاکل شوې د دغو کسانو د لاس څلور ګوتې پرې شي او بیا به د «اوین» زندان ته انتقالیږي.

دغه سازمان وايي چې د مدني ټولنو د راپورونو په اساس له ۲۰۰۰ کال راپدیخوا تر ۲۰۲۰ پورې په ایران کې ۲۳۷ کسان د ګوتو د پرې کولو په جرم محکوم شوي چې د ۱۲۹ کسانو ګوتې پرې شوې او حکم پرې تطبیق شوی دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي چې ایران د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر شلمې نېټې پورې ۱۰۵ کسان اعدام کړي دي.

د دغه راپور په اساس ایران په ۲۰۲۰ کې ۲۶۰ کسان او په ۲۰۲۱ کې لږ تر لږه ۳۱۰ کسان اعدام کړي دي، په دوی کې یې ۱۴ ښځې وې.