د لاس رسي وړ اتصالات

ایران یو کس امریکا او اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د ایران د عدلیې وزات د دوشنبې په ورځ جولاۍ۲۰ (چنګاښ۳۰) خبر ورکړ چې یو پخوانی ترجمان یې د امریکا او اسرائیل استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دی.

چارواکي وايي‌ چې دا کس همدغه راز د ایران د انقلابي ګارد د مشر قاسم سلیماني د ځای په اړه هم معلومات راټول کړي او ورکړي وو. د امریکا یوې بې پیلوټې الوتکې څو میاشتې مخکې قاسم سلیماني بغداد ته نژدې وواژه.

د اعدام شوي کس نوم محمد موسوي مجد ذکر شوی دی. دی په ۲۰۱۸ کې نیول شوی و.

مجد داسې مهال اعدام شو چې میلیونونو ایرانیانو په ټولنیزو رسنیو کې د هغو دریو نورو کسانو د نه اعدامولو په ضد پراخ کمپاین پیل کړی دی چې په نومبر کې یې د ایران د حکومت په ضد مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

د دغو دریو کسانو مدافع وکیل بابک پاکنیه تېره ورځ وویل چې د دغو کسانو د اعدام پرېکړه ځنډول شوې ده. د دغو کسانو عمرونه د ۲۶او۲۸کلونو ترمنځ‌ دي. دوه یې محصلین او یو یې د موبایل تیلیفونونو په پلورنځي کې کار کاوه.

د دغو ځوانانو مدافع وکیلانو ویلي چې د سترې محکمې نه یې غوښتي چې د موکلنیو محاکمه دې له سره وشي.

د ایران ملي تلویزون هم ویلي دي چې د دغه هېواد ستره محکمه به د هغوی قضیه بیا څېړي. ایراني چارواکي وايي داسې شواهد یې پیدا کړي چې دغو کسانو د نومبر د میاشتې په مظاهرو کې بانکونو، بسونو او حکومتي ودانیو ته اور اچولی دی.

دا مظاهرې په ایران کې د تیلو د بېو د لوړوالي په ضد پیل شوې وې چې سلګونه کسان په کې ووژل شول او ډېر نور ونیول شول. کارپوهان وايي ایران ځکه د دغو دریو کسانو د اعدام پرېکړه کړې چې خلک وډاري په اینده کې د حکومت په ضد مظاهره ونکړي.

XS
SM
MD
LG