د روسیې ادعا: اوکراین ته د لویدیځ لخوا لیږل شوې وسلې د منځني ختیځ په تور بازار کې خرڅیږي

روسیې د سه شنبې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) ادعا وکړه چې د لویدیځو هیوادونو له خوا اوکراین ته یو شمیر ورکړل شوې وسلې په ټول منځني ختیځ کې خپرې شوي او په تور بازار کې خرڅیږي.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شایګو ددې هیواد یو تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې اوکراین تر اوسه څه دپاسه ۲۸زره ټنه پوځي بارونه ترلاسه کړي او د لویدیځ یو شمیر وسلې په منځني ختیځ کې په خپریدو دي.

خو سرګي شایګو د خپلې دغه ادعا د ثبوت لپاره هیڅ ډول جزییات وړاندې نکړل.

د روسیې د دفاع وزیر وویل لویدیځ هیوادونه پدې هیله چې په اوکراین کې جګړه دوامداره شي، د کیف رژیم ته په پراخه کچه د وسلو برابرولو ته دوام ورکوي. هغه زیاته کړه چې: «هغه معلومات چې مونږ ترلاسه کړي یو شمیر بهرنۍ وسلې چې لویدیځ اوکراین ته ورکړي د منځني ختیځ په ګوټ ګوټ کې په خپریدو دي او همداشان په تور بازار کې پلورل کیږي.»

تر اوسه متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو چې اوکراین ته د ځان څخه د دفاع لپاره وسلې برابروي د روسیې ددغې ادعا په هکله تبصره نده کړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ جولای څلورمه د اوکراین په ختیځ کې د لیسیچانسک ښار له نیولو وروسته روسي ځواکونو ته امر وکړ چې د اوکراین په دونباس سیمه کې خپلې جګړې ته زور ورکړي.

سرګي شایګو ښاغلي پوتین ته د دوشنبې په ورځ وویل چې د مسکو ځواکونه اوس په لوهانسک سیمې بشپړ کنترول لري. نن د سه شنبې په ورځ هغه وویل چې روسیه به تر پایه خپلو «ځانګړو پوځي عملیاتو» ته دوام ورکړي.