د افغانستان ځوانانو فوټبال ملي لوبډله د آسیا مقدماتي سیالیو ته چمتووالی نیسي

د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون عمان ته د افغانستان تر ۲۰ کلنۍ کښته فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو د سفر خبر ورکړ.

یاد فدراسیون وايي چې افغان لوبډله د آسیا فوټبال مقدماتي سیالیو کې د ګډون لپاره پوره چمتووالی لري.

د افغانستان فوټبال فدراسیون نن سې شنبه سپټمبر ۱۳ (وږې ۲۲) ویلي چې تر ۲۰ کلنو کښته د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو د دوو ورځو راپدېخوا د عمان په «صلاصه» ښار کې تمرینات پيل کړي دي.

دغه فدراسیون د افغان لوبغاړو د تمریناتو ویډيو خپره کړې او په هغه کې د افغان لوبغاړو یوه روزونکي ویلي: "د ځوانانو تمرینات ډېر ښه وه او ټول چمتووالی لري... هلکان ډېر په انګېزه او روحیه سره دي. هیله من یو چې له تایلند سره یوه ښه لوبه وکړو."

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو په اساس ټاکل شوې دافغانستان د فوټبال د ځوانانو لوبډله د چهارشنبې، جمعې او یکشنبې په ورځ له عمان، فلپین او ټایلند له لوبډلو سره مخ شي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه ټاکل شوې سبا د ټایلند سره تر سره شي.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې یو ځوان لوبغاړي حسیب الله احدي وویل: "موږ ښه چمتووالی نیولی، نژدې ۲۵ ورځې مو په کابل کې تمرینات وکړل او ټول امکانات مو چمتو کړل."

ښاغلي احدي تمه وښودله چې په دغه سیالیو کې به ښه وځلیږي او ډک لاس به هیواد ستانه شي.

مخکې داسې ویل کېدل چې تر سیاسي تحولاتو وروسته بهرنیو سیالیو ته د افغان لوبغاړو پر لېږلو محدودیتونه زیات شوي دي. خو د فوټبال فدراسیون هڅې پيل کړي چې افغان لوبغاړي له هیواد نه بهیر سیالیو کې ګډون وکړي.